1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نایروبي د برمته نیونې پیښه لا ادامه لري

مسعود جهش (AFP, AP, Reuters)۱۳۹۲ مهر ۱, دوشنبه

د نایروبي په یوه پلورنځي کې اوس هم د ډزو غږونه اوریدل کیږي. په دې ځای کې سومالیایي افراطي اسلامپاله یاغیانو د یوه لوی پلورنځي په ودانۍ کې يو شمیر کسان برمته کړي دي چې د هغوی له ډلې څخه یې تر اوسه پورې ۶۸ کسان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/19mIk
انځور: AP

د نایروبي په «ویستګیت لوی پلورنځي» کې د دریمې ورځې له پاره هم د برمته نیونې وضعیت دوام وموند. عیني شاهدانو ویلي دي چې په سیمه کې یې د وړو چاودنو او همداراز د سپکو وسلو د ډزو غږونه اوریدلي دي.

د کینیا پوځي د یکشنبې په ورځ ناوخته د تویتر د ټولنیزې پاڼې له لارې اعلان کړی وو چې په دغه لوی پلورنځي کې د برمته نیونې وضعیت د پای ته رسولو له پاره به پوځي عملیات په لاره واچوي. د کینیا امنیتي ځواکونو په خپله تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «ډیر شمیر برمته شوي کسان ژغورل شوي دي. امنیتي ځواکونو د لوی پلورنځي ډیرې برخې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي [...] د دغه وضعیت د پای ته رسولو له پاره ټولې هڅې ترسره کیږي.»

پوځ لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي چې اوس په لوی پلورنځي کې څومره برید کوونکي موجود دي.

برمته نیونه

د «ویستگیت لوی پلورنځی» د شنبې په ورځ تر غرمې وروسته د لسو څخه د ډیرو یاغیانو له خوا تر برید لاندې راغی. دغو یاغیانو لومړی له لاسي بمونو څخه کار واخیست او بیا یې وروسته د سپکو وسلو ډزې وکړې. تر اوسه د دغه برید په پایله کې ۶۸ کسان وژل شوي دي. یاغیان د شنبې له ورځې راهیسې یو شمیر کسان په ویستگیت لوی پلورنځي کې برمته کړي دي. په عین حال کې دغه پلورنځای د امنیتي ځواکونو له خوا محاصره شوی دی.

امنیتي چارواکي وايي چې د برمته شویو کسانو د ژغورنې هڅې کوي، خو لا تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده چې یاغیانو څومره کسان برمته کړي دي.

د الشباب ډلې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي یې دي چې دا په سومالیا کې د کینیایي امنیتي ځواکونو د مداخلې ځواب دی. ویل کیږي چې یاغیانو «ویستگیت لوی پلورنځي» ته تر ننوتلو وروسته په مشخصه توگه غیر مسلمانان وژلی دي.

په یوې انترنتي پاڼه کې چې د الشباب ډلې پورې تړاو راغلي دي چې که چیرې امنیتي ځواکونه پر هغوی باندې فشار راوړي نو دغه ډله به نیول شوي کسان ووژني.

د مرگ ژوبلې کچه لوړیدای شي

د ویستگیت لوی پلورنځای د نایروبي په بډای میشته سیمه کې پروت دی چې د ملگرو ملتونو ډیر شمیر کارکوونکي په کې ژوند کوي. د پېښې د قربانیانو په ډله کې د کینیا د اتباعو سربیره، د بریتانیې، فرانسې، هند، کاناډا، هالنډ، گانا او د چین هیوادونو وگړي هم شامل دي.

په دغه پېښه کې همداراز ۱۷۵ تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي. دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو په خبره د پېښې د قربانیانو شمیر تر دې هم لوړیدای شي.