1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نایجریا ولسمشر له ویسترویله سره لیدلي دي

۱۳۹۱ آبان ۱۳, شنبه
https://p.dw.com/p/16cGG

د نایجریا ولسمشر گودلک یوناتان (Goodluck Jonathan) له المان او اروپایي ټولنې څخه د مالي هیواد په کړکیچ کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده. هغه د المان د بهرنیو چارو له وزیر گیدو ویسترویله سره د دغه هیواد په پلازمینه ابوجا کې د لیدلو پر وخت ویلي دي، چې د مالي هیواد شمال باید د تروریزم پر پټنځای باید وا نه وړي.

د لویدیځې افریقا اتحادیه چې نایجریا یې هم غړی هیواد دی د المان او اروپایي ټولنې ملاتړ ته اړتیا ته لري تر څو په مالي کې سوله تأمین کړای شي. ویسترویله ویلي دي چې المان دې ته ژمن دی چې د نایجریا او د لویدیځي افریقا له اتحادیې سره همکاري وکړي.

د روان کال د مارچ په میاشت کې په بماکو کې د ملکي حکومت پر وړاندې د پوځي کودتا وروسته د طوارق یاغیانو او سخت دریځه اسلامپالو د دغه هیواد شمالي برخه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده. د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د اکتوبر د میاشتي په نیمایي کې د لویدیځي افریقا اتحادیه پر دې وگمارله چې په مالي کې د سخت دریځه اسلامپالو پر ضد د یوې پوځې مداخلې له پاره چمتووالی ونیسي. المان په دې برخه کې د لوژیستکي همکارۍ ژمنه کړې ده.