1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناگهان اوسېدونکي: پر واده باندي د بريد د قربانيانو شمېر تر ياد سوي ډير دی

۱۳۸۹ خرداد ۲۰, پنجشنبه

په کندهارکي، د واده په مراسمو کي د يوې چاودني په پيښه کي چي ښايي ځانمرګی بريد وي شاوخوا 40 کسه وژل سوي دي...

https://p.dw.com/p/NmjD
د ناټو په يوه خبرکي بيا ويل سوي، چي ځانمرګي بريد دواده په هغه برخه کي سوی، چي ډيری نارنه ناست و نو له همدې امله زياتره قربانيان هم نارينه دي.
د ناټو په يوه خبرکي بيا ويل سوي، چي ځانمرګي بريد دواده په هغه برخه کي سوی، چي ډيری نارنه ناست و نو له همدې امله زياتره قربانيان هم نارينه دي.انځور: picture-alliance/ dpa

د کورنيو چارو وزارت ويلي دي،چي د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان په کلي کي د واده د مراسيمو په منځ کي په ځانمرگي بريد سوي.

د ناټوتر قوماندي لانديد نړيوال سوله ساتونکی ځواک ISAF يوه وياند ويلي دي، چي ددې پيښې مسوليت طالبان په غاړه لري.

په خبر کي راغلي چي په پېښه کي ماشومان هم وژل سوي او شاوخوا70 کسه نورپکښي ټپيان سوي دي.

د رويتر د خبري آژانس په يوه رپوټ کي د عيني شاهدانو د خولي ويل کيږي، چي دواده په دغه مراسمو کي چي په يوه لويه خيمه کي نيول سوي ول د مېرمنو او کوچنيانو په شمول شواخوا 400 تنو ونډه پکښي اخيستې وه.

ځيني کسان دډوډي په تمه ناست و او ځينو نڅاکول چي نابربره په خيمه کي چاودنه وسوه.

عيني شاهد امين الله د رويترس خبريال ته خپل د سترگو ليدلی حال بيان کړي چي هري خواته نارينه ښځينه او د کوچنيانو مړي پراته ول.

د ناگهان يو تن اوسېدونکی فيض محمد د المان ږغ راډيو سره په خبرو کي وويل چي په پېښه کي د وژل سو خلکو شمېر تر هغه ډير دی چي ياديږي. د هغه په خبره تر بريد څو ساعته وروسته په سيمه کي نور مړي هم پيدا سوي دي.

د ارغنداو ولسوالۍ د ناگهان په کلي کښي د واده کور
د ارغنداو ولسوالۍ د ناگهان په کلي کښي د واده کورانځور: AP

د ناټو په يوه خبرکي بيا ويل سوي، چي ځانمرګي بريد دواده په هغه برخه کي سوی، چي ډيری نارنه ناست و نو له همدې امله زياتره قربانيان هم نارينه دي.

په داسي حال کي چي ناټو ددغي پيښي مسوليت د طالبانو په غاړه اچوي خو طالبانو پخپله تر اوسه دغه مسوليت په غاړه نه دی اخيستی او وايي چي موږ ملکي خلک نه وژنو.

د زوم ورور زنيف فرانس پريس آژانس ته ويلي دي چي، ورور مي ټپي سوی دي. يوه چاودنه سوې خو دا چي پېښه څنګه رامنځ ته سوې زه په دې هکله څه نسم ويلای. يوازي وايم چي دلته يوه لويه چاودنه سوي او ډيرشمي انسانان تلف سوي دي.

ويل کيږي، چي زوم پخپله هم پوليس دی او ډيرشمېر راغلي مېلمانه دده هم مسلکه پوليس ول.

د کندهار والي توريالي ويسا نن په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي ويلي، چي پيښه ډيره خونړۍ وه او د هغه معلوماتو د مخه چي موږ تر اوسه ترلاسه کړي 40 کسه په پکښي وژل سوي او 78 کسه نورټپيان دي، چي په دغه ډله کي 14 کوچنيان هم شامل دي. د پيښي په هکله څارني دوام لري.

AG/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل