د ناگاساکي د بېښې کلیزه ولمانځل شوه
۱۳۹۱ مرداد ۱۹, پنجشنبهاعلان
د امریکا د پوځ له خوا د جاپان پر ناګاساکي باندې د اتومي بمب د اچولو د ۶۷مې کلیزې د لمانځلو پر مهال، د دې ښار ښاروال تومیهیزا تاو، په دغه هیواد کي له اتومي انرژۍ څخه د لاس اخیستو اعلان وکړ.
ده په هغه ځای کې چې د ۱۹۴۵ کال د اګست د میاشتې پر نهمه نیټه دغه بم اچول سوی وو وویل چې د جاپان حکومت باید له اتومي انرژۍ څخه لاس واخلي.
پر ناګاساکي باندې د اتومي بم د راغورزیدو له امله هغه وخت د ۷۴ زرو په شاوخوا کې انسانانو خپل ژوند د لاسه ورکړی وو.