1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو ځانگړی ځواک کندز ته رسېدلی

۱۳۹۴ مهر ۸, چهارشنبه

د ناټو يوه وياند ويلي دي چي ځانگړی ځواک ئې له افغان امنيتي ځواکونو سره د مرستي له پاره کندز ته رسېدلی. دوی ويلي دي چي د کندز په بيرته نيولو کي به له افغان امنيتي ځواک سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/1Gfp5
انځور: picture-alliance/dpa

د ناټو يوه وياند د چهار شنبې په ورځ وويل چي له طالبانو څخه د کندز د بيرته نيولو له پاره د افغان امنیتي ځواک مرستي ته ئې ځانگړی ځواک لېږلی او کندز ته رسېدلی دئ.

د پوځي چارواکو د معلوماتو له مخي کندز ته آلماني، بريتانوي او امريکايي عسکر رسېدلي دي. دا چي څومره بهرني عسکر لېږل سوي، په اړه ئې جزئيات ورکړل سوي نه دي.

د آلمان د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ په برلين کي ويلي ول چي د مزار شريف له عمومي قرارگاه څخه يوه ډله آلماني عسکر کندز ته لېږل سوي دي.

د سه شنبې په ورځ امريکايي ځواکونو د کندز د بيرته نيولو په عملياتو کي د افغان امنيتي ځواک هوايي ملاتړ وکړ. او لږ پرمختگ هم سوی وو. خو د عيني شاهدانو په حواله وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواک د پرمختگ مخنيوی په ماينونو سره کړی دئ.

ويل کيږي چي طالبانو ډېر ماينونه ښخ کړي دي. تيره ورځ افغان امنيتي ځواک د کندز له هوايي ډگر د ښار پر لور عملیات پيل کړل او نژدې دوه کيلومتره يې پر مختگ هم وکړ.

اوس ويل کيږي چي جگړه هوايي ډگر ته نژدې روانه ده او وسله وال طالبان سخت مقاومت کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب