1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو پټ راپور: د افغان ځواکونو ملاتړ دې زيات شي

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۳۰, شنبه

په يوه پټ راپور کې د ناټو قوماندانان د افغانستان د حکومتي ځواکونو د زيات ملاتړ پلويتوب کوي. خو آيا د دغې ټلوالې غړي بايد اوس زيات خطرونه هم ومني؟ په دې اړه ښايي لومړۍ پرېکړه شوې وي.

https://p.dw.com/p/1H9x1
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

ناټو د افغان حکومتي ځواکونو د زيات ملاتړ لپاره يوه لومړنۍ پرېکړه کړې ده. د دغه پوځي ائيتلاف يوه وياند د آلمان خبري اژانس ته د شنبې په ورځ ويلي دي چې غړو هېوادونو يو پټ بلل شوی راپور منلی دی. د آلمان د خبري اژانس د معلوماتو له مخې په دغه راپور کې د نورو چارو تر څنګ په دې هم توافق شوی دی چې افغان امنيتي ځواکونو ته د څارنيزو معلوماتو ورکړه بايد هم په نظر کې ونيول شي. له دې لارې د مثال په ډول د دې مخه ښايي ونيول شي چې افغان ځواکونه د کندز پېښې په څېر له يو ناببره حالت سره مخامخ شي.

د ناټو روزونکي دې سربېره پر دې په کړکېچنو سيمو کې هم وګومارل شي. که هغوی په دغسې ورته ماموريتونو کې له خطر او ګواښ سره مخامخ شي، نو ناټو کولای شي چې په يو بېړني حالت کې د يرغل کوونکو په وړاندې هوايي بريدونه هم تر سره کړي. د ناټو وياند نه غوښتل چې د راپور د محتوياتو او جزياتو په اړه څرګندونې وکړي. هغه دې ته اشاره وکړه چې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به د دسمبر په ۱ او ۲مه په بروکسل کې په دې اړه ځانونه بوخت کړي او خبرې اترې تر سره کړي. بيا به دا خبره هم څرګنده شي چې څومره عسکر په راتلونکو مياشتو کې په افغانستان کې د روزنيز ماموريت له پاره په اختيار کې دي.

په بلجيم کي د ناټو کنفرانس

د راتلونکې سې شنبې او چارشنبې په ورځو د بلجيم په مونس ښار کې د ناټو په پوځي مقر کې د ځواکونو د شمېر تعيينولو کنفرانس په نظر کې نيول شوی دی. د روان «قاطع ملاتړ» ماموريت له پاره تر اوسه پورې ۱۳۰۰۰ سرتېري په پام کې نيول شوي ول، چې د افغان امنيتي ځواکونو روزنه او مشورت ورسپارل شوی دی. جنګي فعاليتونو ته يوازې له ځان څخه د دفاع تر حده پورې اجازه ورکړل شوې ده.

بلې خوا ته د آلمان حکومت د چارشنبې په ورځ د کابينې د يوې پرېکړې پر اساس، غواړي چې په راتلونکي کې ۹۸۰ عسکر د «قاطع ملاتړ» ماموريت له پاره وګوماري، چې د اوس په نسبت ۱۳۰ زيات سرتېري دي. خو د ماموريت پراخه غځونه بيا برلين ردوي.

د حقوقپوهانو د ارزونو له مخې فقط د څارنيزو انځورونو او د طالبانو پر مورچلونو باندې د بريدونو د تر سره کولو په موخه د ارقامو سپارنه هم د آلمان د پارلمان له خوا د تصويب شوي ماموريت په چوکاټ کې نه راځي. د ۲۰۱۶ کال له پاره د ټاکل شوي ماموريت په چوکاټ کې يوازې د دې امکان شته چې آلماني عسکر وکولای شي افغان امنيتي ځواکونو ته په ټول افغانستان کې مشورې ورکړي. تر اوسه پورې دغسې چارې تنها پر مزار شريف، بګرام او کابل باندې محدودې وې.

په دې وروستيو کې، آلماني عسکرو ته د طالبانو له لاسه د کندز ښار تر نيول کېدو وروسته، له امريکايانو سره په توپير، يوازې د يو څو ساعتونو له پاره اجازه ورکړل شوه چې هلته افغان قوماندانو ته مشورې ورکړي کومو چې غوښتل چې متقابل تعرضي عمليات طرح کړي. په هوايي ډګر کې اوږدمهاله شتون، چې د جنګ له ساحې څخه دباندې پروت و، د اوسني ماموريت په چوکاټ کې نه راته. د ناټو له کړيو څخه ويل شوي دي چې په پټ راپور کې د افغانستان امنيتي وضعيت هسې ترينګلی نه دی بلل شوی لکه څنګه چې د کندز له پېښې څخه يې انګېرنه
او اخيستنه شوې وه. افغان امنيتي ځواکونو په ډېرو برخو کې وړتياوې موندلې دي څو کولای شي تر سمې پلانګذارۍ وروسته يو څو اوونيز اوږده عمليات هم مخ ته بوزي.