1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو په وتلو به جنګ سالاران واک ته ورسیږی

۱۳۹۰ خرداد ۱۳, جمعه

له افغانستان څخه د بهرنيو سرتیرو د وتلو د پيليدو نيټه مخ په را نږدې کیدو ده خو اوس د سمنګانو يو شمير اوسيدونکي په ویره کې دي چې ګواکي له دغې سيمې نه به د بهرنیو سرتیرو د وتلو وروسته پخواني جنګ سالارن واک ته ورسيږي

https://p.dw.com/p/11Tn7
سمنګان
سمنګانانځور: Pahjwok Afghan News

سمنګان د افغانستان په شمال کې د امنه ډکو هغو ولايتونو له ډلي شميرل کيږی چې امنيتي مسولیت یی تيره اونۍ په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

د سيمې خلک که څه هم تر يوه حده افغان ځواکونو ته د مسوليتونو له سپارلو راضي ښکاري خو اوس دغلته ويره رامنځ ته شوي چی سيمز زورواکان هڅه کوي چی په دغه ولایت کی واک ته ورسیږي.

په وروستیو کی د سمنګان ولایت څخه د ناټو ځواکونو اکمالاتي قافلي تیریږي. دا په داسی حال کی ده چی په دغه ولایت کی لا هم له خلکو سره د ناقانونو درنو او سپکو وسلو د شتون خبره کیږي.

د سمنګان ډير اوسيدونکی ويره لری چی د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره کيدای شی د دغه ولایت اوسيدونکی خپلی وسلي د یو بل په وړاندی استعمال کړي.

د سمنګانو یو اوسيدونکی، محمد قربان، وایی چی افغان ځواکونه ښایی په دی ؤ نه توانیږی چی د دغي سیمي امنيت وساتی.

«د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به جګړې بيا پیل سي. زمونږ کورني ځواکونه د امنیت د کنټرول توان نه لري. همدا د ناټو ځواکونه ول چې په سمنګانو کی امنیت خوندي وو.»

که څه هم خلک د بهرنيو ځواکونو له وتلو خوښ نه دي او ډير یی حالات مخ پر خرابيدو بولي خو د دغه ولایت د پوليسو مشر د حالاتو د کابو کولو په برخه کې ډاډمن دی.

جنرال خليل اندرابی وايې که چيرته د کورنیو چارو وزارت د دوي ځواکونو ته غوښتل سوي تجهيزات برابر کړي دوي کولای سي هر راز ننګونو ته ټټر ورکړي.

ډیر شمير پوځی کارپوهان د امنيت د انتقال پروسی ته د شک په سترګو ګوری.
دوی باور لری چی افغان ځواکونه په اوسني حالت کې د هغو شپږو سيمو د امنيت د ساتلو توان نه لري چی ولسمشر کرزی يي نومونه اخیستي ځکه افغان ځواکونه لازمي زدکړي نه لري او نه هم د ناټو په معیار په وسلو سمبال کړای سوي دي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش