1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو په غونډه کي افغانستان ته د نورو عسکرو د ليږلو فيصله وسوه

۱۳۸۷ اسفند ۲, جمعه

په واورو پوښل سوي کراکاو ښار کې کلک امنيتي تدابير نيول سوي دي

https://p.dw.com/p/GxyZ
دپولنډ په کراکاوکي د ناټو ددفاع وزيران
دپولنډ په کراکاوکي د ناټو ددفاع وزيرانانځور: AP

د وزيرانو ددغي غونډې ميلمه پاله پولنډيان دي، اوپه ناټو کي د هغوی د غړيتوب په لسم کال کي دا ددوی د ملي پرستيژ خبره هم ده . خو په افغانستان کي خرابه امنيتي وضع د ناټو د سرخوږۍ سبب گرځي .

پر نړيوالو هلو ځلو سربيره څو کاله وروسته هم په دغه هېواد کې امنيت نه دی ټينگ سوی . د متحده ايالتونو جمهوررييس اوباما ځکه د نورو 17.000 امريکايي عسکرو د لېږلو اعلان کړی دی . اوس نور اييتلافين هم دې ته اړ کيږي چه افغانستان ته ډيرعسکر وليږي . په کراکاو کی د جرمني ددفاع وزير فرانس يوزف يونګ داسي عکس العمل ښکاره کړۍ:

«زه په اول سر کي د دې هر کلی کوم چه امريکا نور عسکر ورلېږي ،تر څو په تېره بيا د افغانستان او پاکستان د پولي ساتنه پر غاړه واخلي . ددې لارې امنيت لا پسي ټينگيږي، نو ځکه دغه کار يو سم گام بولم . خو نه يوازي د امنيت خبره مطرح ده ،بلکه بايد ملکي بيا رغاونه هم پر مخ بوزو.«

يونگ وعده ورکړه چه جرمني به 600 نور سرتېري هم افغانستان ته وليږي چه ډېرۍ برخه به يې د اگست په مياشت کی د تر سره کېدونکو انتخاباتو امنيت تضمينوي . يونگ اوس په دې نظر دی چه د اوباما نوی حکومت د نظامي، ملکي او روزنيزو پروگرامونو انډول ته خيال ساتي ،او په دې ترتيب به هر اړخيزي هلی ځلې کوي . خو ناټو د اعتماد پلاس راوړلويو پرابلم هم لري . د ملگرو ملتو د څرگندونو له مخي يوازي تېر کال تقريبا زر ملکي خلګ د افغاني حکومتي ځواکونو او نړيوالو عسکرو لخوا ووژل سول . د ناټو سرمنشي دې هوپ سخيفر وويل چه دغه ټلواله هڅه کوي چې د ملکي تلفاتو مخ ونيسي:

«داچه هيڅ تلفات رامنځته نسی،نو داامکان نه لري . خو ما د ناټو يا د بل ملگري هېواد کوم سرتېری نه دی ليدلی او هيڅکله به يې ونه وينم چې قصداً بې گناه ملکيان وژني . د په زرگونو ملکي وگړو وژل زموږ د مخالفينو يعني طالبانو غوښتنه ده، نه د ناټو.«

سخيفر د پولينډ په کراکاو کی يو وار بيا هغه څه راپه گوته کړل چه په افغانستان کې د ناټو ماموريت ولي دومره اهميت لري: ده وويل ،

«موږ بايد په افغانستان کې ناکامه نه سو. په يوه بې ثباته سيمه کي لا ډیره بې ثباتي، د نړيوالي ترهگرۍ د پټېدو يوه سيمه او د افغانانو لا زياته کړونه ، هغه څه دي چه زغملای يې نسو .»