1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو په روانه غونډه کي نن د افغانستان پر روانو حالاتو باندي خبري کيږي

۱۳۸۷ آذر ۱۳, چهارشنبه

په ننۍ غونډه کي به تر ډيره ځايه پر دې باندي خبري وسي چي افغانستان ته دي نور 20000 عسکر وليږل سي

https://p.dw.com/p/G8NN
د ناټو عمومي منشي يبديهوپ سخيفر
د ناټو عمومي منشي يبديهوپ سخيفرانځور: AP

د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کي دناټو د بهرنيو چارو د وزیرانو غونډه لاروانه ده او نن په دغه غونډه کي د افغانستان پر روانو حالاتو باندي خبري کیږي. په تيره بیا په دې هکله چي دغه هيواد ته دي زيات عسکر واستول سي. په روان وخت کي د ناټو تر قوماندې لاندي څه نه څه 51000 د نړيوال سوله ساتونکو ځواکونوISAF ترکود نامه لاندي عمليات کوي خو په افغانستان کي دISAF د ځواکونو ستر قوماندان

Bantz Craddock ددې غوښتونکی دی چي لږ تر لږه 02000 نور عسکر هم افغانستان ته بايد واستول سي. خو په افغانستان کي يوه بله ستره لانجه هم شته چي د ناټو د بهرنيو چارو د وزیرانو دغونډي په آجندا کي نه ده نیول شوې او هغه د ژمي په راتلو سره د لوږي فاجعه ده.

څنګه چي په آلمان کي د تر تهديد لاندي ولسونو، دټولني خيريه سازمان وايي، د ژمي په راتلو سره ښايي په افغانستان کي د لوږي يوه فاجعه هم مل وي. د تر تهديد لاندي ولسونو د آسیايي څانګي مسول Ulrich Delius پرون د آلمان دګوتينګن په ښارکي څرګنده کړي ده چي« له يوې خوا د پاکستان او افغانستان په ګډو پولو کي د مرستي پر کاروانونو باندي د بریدونو له امله دغه هیواد ته په کافي اندازه د غذايي موادو مرستي نه رسیږی. او له بله پلوه په دغه هیواد کي په اصطلا مخکي له وخت څخه ژمي راغلی او هوا سړه شوې نو خلک ورځ په ور ځ زیات د خوراکي موادو د قلت او قیمتیو سره مخامخ کيږی.Ulrich Delius وايي چي په روان وخت کي په افغانستان کي څه ن څه 8,4 مليونه انسانان دخوراکي موادو دقلت سره مخامخ دي او دوی په جدي توګه له د باندي څخه د خوراکي موادو مرستو ته اړ بريښي.

په افغانستان کي د سوله ساتو څواکونو عمومي قوماندان بانڅ کرادوک بريتانوي جنرال سره د خبرو کولو پر مهال
په افغانستان کي د سوله ساتو څواکونو عمومي قوماندان بانڅ کرادوک بريتانوي جنرال سره د خبرو کولو پر مهالانځور: AP

د تر تهديد لاندي ولسونو، دسازمان د آسیايي څانګي مسول وايي چي په روان کال کي افغانستان ته د مرستي د رسولو پر کاروانونو باندي بریدونه دپخوا په پرتله دوه چنده شوي او د جنورۍ د میاشتي راهيسي 30 تنه مرسته کونکي وژل شوي او 80 تنه نور برمته شوي دي. يوازي دملګرو ملتونو د خوراکي موادو د پروګرام 26 کاروانونه چپاول شوي او په موټرو کي بار خوراکي مواد له منځه وړل شوي دي. او که چيري دغه مواد له منځه نه وای وړل شوي نو ديوې مياشتي دپاره بې د سلوزرو انسانانولپاره کفايت کړی وای.

په تير ژمي کي څه نا څه 2000 افغانان ديخنۍ او سړو له امله تلف شوی ول.څو سږ کال ددې خطرشته چي په دغه شميرکي زیاتوالی راشي. ځکه د واورو په اوریدلو سره لاري بندیږي. په تيره بيا دافغانستان په مرکزي او شمالي سیمو کي په روان کال کي د اوبو د کموالي له امله دغله جاتو په حاصلاتو کي د تيرکال په پرتله په سلو کي 36 کموالی راغلی. او د وچکالۍ له امله مالداره خلک هم له ډیرو ستونزو سره له دې امله مخامخ دي چي د حيواناتو لپاره هم واښه نشته. د وښو او شنو له امله لږ تر لږه 1,5 مليونه حيوانات د تیر ژمي راهيسي تلف شوي.

Delius وايي چي طالبان د لاريو پر هغه کاروانونو باندي پرله پسي بریدونه کوي چي د پاکستان له لاري افغانستان ته مواد راوړي خو دوی ددې تو پیر نه کوي چي آیا په دغه لاریو کي خوراکي مواد باردي که په افغانستان کي د ناټو او يا د امریکايي اتلافي ځواکونو لپاره اکمالات.

په افغانستان کي دISAF ځواکونو لپاره اکمالات په سلو کي 75 د پاکستان په تيره بيا د خيبر درې له لاري په لاريو کي راځي. د 2007 ميلادي کال د پيل راهيسي دخيبر او چمن په لارو کي د 100 څخه زیات د لاري موټرو موټروانان وژل سوي دي. او د 2008 ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي راهيسي ، 25 تنه لارۍ چلونکي تښتول شوي دي.