1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو عمومي منشي افغانستان ته د نورو سرتيرو د ليږلو غوښتنه وکړه

۱۳۸۶ بهمن ۱۸, پنجشنبه

د ناټو عمومي منشي يپ ديحوپ شيفر د افغانستان د جنوب دپاره چي جګړې پکښي رواني دي د لا ډيرو سرتيرو د لېږلو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/DK77
ديحوپ شيفر په کلکه د3200 آلماني عسکرو د کار اوفعاليت ستاينه وکړه، کوم چي اصلاَ د افغانستان په شمال کي ځای پر ځای دي.
ديحوپ شيفر په کلکه د3200 آلماني عسکرو د کار اوفعاليت ستاينه وکړه، کوم چي اصلاَ د افغانستان په شمال کي ځای پر ځای دي.انځور: AP

نوموړي د ليتوانيا په پلازمېني ويلنوس کي د ناټو د غړو هيوادونو ددفا د وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډي د پرانستلو پر مهال وويل: د ناټو غړي هيوادونه بايد په افغانستان کي د انعطاف منلو تر ټولو لويه کچه ولري.

ديحوپ شيفر په کلکه د3200 آلماني عسکرو د کار اوفعاليت ستاينه وکړه، کوم چي اصلاَ د افغانستان په شمال کي ځای پر ځای دي.

د آلمان د دفاع وزير فرانس جوزيف يونګ ويلنوس ته د رسېدو په وخت کي، د افغانستان جنوب ته د آلماني سرتيرو لېږل يو ځل بيا رد کړه. يونګ خپل د تيري چهارشنبې د ورځي اعلان ته اشاره وکړه، چي يوه دوه سوه کسيزه جنګي ډله د افغانستان شمال ته لېږي.

د امريکې متحده ايالتونو په دې وروستيو کي خپل فشار پر جرمني باندي نورهم ډير کړی، چي آلماني سرتيري د جګړې دپاره د افغانستان جنوب ته هم ولېږي.

د افغانستان په جنوب کي بهرني ايتلافي سرتيري او وسلوال طالبان سختي جګړې سره کوي.

کاناډا، برتانيې، هالنډ او ليتوانيا په غيري مستقيم ډول د امريکا د متحدو ايالاتو د غوښتني ملا تړ کړی دی.