1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان ږغیږي

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ آذر ۱۱, سه‌شنبه

د ناتو د بهرنیو چارو وزیران په اول وار د دغه سازمان د نوي عمومي منشي ینس ستولتنبرگ په مشرتوب په بروکسل کې خپل غوڼده کوي. افغانستان او اوکراین د بحث مهم موضوعات جوړوي.

https://p.dw.com/p/1DxyK
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د اجرائیه چارو رئیس عبدالله عبدالله هم په بروکسل کې د ناتو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې گډون لري. هغوی په دې هکله خبري کوي چې څرنگه د روان میلادي کال په پای کې د ناتو جنگي ماموریت په یوه پوځي رونیز ماموریت بدل شي.

په افغانستان کي به د جنورۍ مياشتي پر لومړې نیټه د «پریکړن ملاتړ» په نوم د ناتو نوی ماموریت پیل کیږي. په داسي حال کې چی امنیتي مسئولیت افغان ځواکونو ته پرېښوول کیږي، د ناتو پوځيان به هغوی ته نه یوازي سلا مشورې ورکوي، بلکي د هغوی په روزنه او اکمال کې به هم ونډه اخلي.

افغان ولسشمر غني پرون په بروکسل کې وویل: «د افغانستان امنیتي ځواکونه چمتو دي چې له خپل وطن څخه دفاع وکړي او اجازه ور نه کړي چي زموږ له هیواد څخه نړې ته خطر پیدا شي.»

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ چې په افغانستان کې د ناتو جنگي ماموریت ارزونه يې وکړه، وویل چې په دې موده کې يې له یو شمیر انساني قربانیو سره سره په افغانستان کې ستري برياوي لرلې. ستولتنبرگ وویل چې د افغانستان ۳۵۰ زره امنیتي ځواکونه د دی توان لري چي د خپل هیواد امنیتي مسئولیت په بشپړه توگه پر غاړه واخلي:

«زه پوره خبر یم چې حملې او بریدونه شته، زه په دې هم خبر یم چې مرگ ژوبلي پیښې شوي دي. خو په عین وخت کې موږ اوس د افغانستان د یو توانمند ملي امنیتي ځواک شاهدان هم یو چې کولای شي په ټول هیواد کې امنیتي مسئولیت پر غاړه واخلي.»

د ناتو عمومي منشي چې له غني سره ېې د دوشنبې په ورځ ولیدل، وویل چې په کابل کې وروستۍ حملې په داسې وخت کې کيږي چې د افغانستان نوی حکومت له خپلو نړیوالو متحدینو سره په ملي او نړیواله کچه لیدني پیل کړي دي:

«کیدای شي چي په راتلونکې کې هم دغسي يرغلونه وشي، خو افغان امینتي ځواکونه د دی توان لري چي ځواب يې ورکړي.»

ستولتنبرگ وویل: «طالبان لا تر اوسه د دې توان لري چې ستر بریدونه وکړي، خو هغوی د دی توان نه لري چې د افغانستان د خاورې کومه برخه په خپل کانترول کې راولي.»

د ناتو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان پر موضوع سر بیره د اوکراین د روان کړکېچ په هکله هم خبري کوي. د اوکراین په ختیځ کې بېلتون غوښتونکي، د دغه هيواد د پوځ پر ضد جنگیږي. ناتو پر روسېې باندي تور لگوي دی چې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، خو مسکو دغه تورنه ردوي.

د ناتو عمومی منشي د اوکراین په کړکېچ کې د مسکو دریځ ته په اشارې سره وویل: «دا به د روسيې او ناتو په گټه وي چې روسیه د نړیوالو قوانیونو مراعاتولو او د ولسونو د خپلواکمنۍ حق ته په درناوي سره په دې برخه کې یوه بله تگ لاره غوره کړي.»

ناتو کیف ته وعده ورکړې ده چې په ځینو پوځې برخو، لکه د قوماندې، کنترول، لوژستیک او «سایبر دفاع» کې مرسته وکړي. په داسې حال کې چي اوکراین په اوس وخت کې د ناتو د غړیتوب په هڅه کې نه دی، د ناتو عمومي منشي د روسيې هغه غوښتنه رده کړه چې ناتو باید ضمانت وکړي چې اوکراین هیڅکله د شمالي اتلانتیک تړون یعنی ناتو غړي نه گرځي.