1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو د اکمالاتو يوازنۍ خطرناکه لاره

۱۳۸۷ آذر ۲۲, جمعه

وروسته له هغه چي ځايي وسلوالو په پاکستان کي د ناټو ځواکونو پر اکمالاتي کاروانونو باندي دوه ښه پلان سوي بريدونه تر سره کړه دا حقيقت څرګند سو چي د خيبر لاره د ناټو د اکمالاتو لپاره څومره خطرناکه ده

https://p.dw.com/p/GEgf
په پيښور کي سوځول سوي اکمالاتي لارۍ موټران چي په افغانستان کي ميشتو ناټو څواکونو ته يې اکمالات رسول
په پيښور کي سوځول سوي اکمالاتي لارۍ موټران چي په افغانستان کي ميشتو ناټو څواکونو ته يې اکمالات رسولانځور: AP

پدغو دو بريدونو کي ځايي وسله والو طالبانو دپاکستان په شمال لوېديځ کي د ناټو په سلګونه موټر وسوځل. دا پداسي حال کي ده چي امريکا په پام کي لري چي افغانستان ته د نورو سرتيرو په لېږدولو سره پدغه هيواد کي خپل د سر تيرو شمېر دوه چنده کړي.

د ناټو او امريکا پوځونه چي په افغانستان کي د وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي زياتو اکمالاتو ته اړتيا لري. چي زياتره د اوبو له لاري د پاکستان تر ټولو ستر بندرکراچي، ته رارسيږي. د پاکستان د جنوبي ښار کراچي څخه بيا دغه اکمالات چي پکښي تېل، خوراکي توکي، موټرونه او وسلې شامل وي د لاريو موټرو په مرسته پېښور ته وړل کيږي. د پېښور څخه دغه موټر د خيبر د لاري د پاکستان تر ناکراره قبايلي سيمو تيريږي او افغانستان ته رسول کيږي. همدا وجه ده چي د خيبر دغه پنځوس کلومتره اوږده لاره د ناټو او امريکا لپاره ډېره مهمه او حتمي ده.

دغه غرنۍ لار چي د سکندر مخدوني له وخته کارول کيږي د پاکستان په هغو قبايلي سيمو کي تيريږي،چي زيات وسله وال طالبان دي. په 2001 مېلادي کال په افغانستان کي دطالبانو د ريژيم د ړنګېدو وروسته د پاکستان قبايلي سيمي د وسله والو لپاره يو پټن ځای ګرځېدلی دی.

د ناټو او امريکاتر مشرۍ لاندي ځواکونو هغه وخت پر پاکستان ږغ وکړی چي ددغي لاري امنيت ښه کړي، کله چي په راکټونو او مشينګڼو سمبال وسله والو طالبانو د پېښور په ښار کي پر هغو اډو بريدونه تر سره کړه، چي د ناټو موټرونه ولاړ وه. په سلګونو وسله والو طالبانو د اډې پيره داران بې واکه کړه او په سلګونو موټرو او نورو اکمالاتو ته يې اور واچاوه.

پداسي حال کي چي د لېږد رالېږد دغه لاره د ناټو او امريکا تر کنټرول لاندي نه بلکي د پاکستان تر کنټرول لاندي ده، نو د طالبانو لپاره پر دغه لاره باندي پر اکمالاتو بريدونه ډېر آسانه دي. وسله وال طالبان غواړي چي پر اکمالاتو د بريدونو په مرسته د امريکا او ناټو په پوځي عملياتو کي خنډ رامنځ ته کړي.

په تورخم کي د ناټو پر اکمالاتي موټرو باندي بريد
په تورخم کي د ناټو پر اکمالاتي موټرو باندي بريدانځور: picture-alliance/ dpa

په افغانستان کي د ناټو د سوله ساتي پوځ وياند جنرال ريچرډ بلانچېټ پدې هکله وايي چي تر کومه وخته چي دغه مالونه تر افغانستانه نه وي رارسېدلي، د دغو مسوليت د ټرانسپورټي شرکتونو او امنيت دنده يې د پاکستاني پوځي چارواکو په غاړه وي. د ناټو وياند زياتوي چي سوله ساتي پوځونه د پاکستاني چارواکو سره د معلوماتو تبادله کوي او په لوړه کچه د دواړو تر منځ همکاري سته، چي زموږ د خوشبينۍ سبب ګرځي.

خو د امريکا دغه تکل چي په افغانستان کي د خپل 32000 کسيزه پوځ شمېر به په راتلونکي کال کي دوه ځله زياتوي، د تيلو او نورو اکمالاتو اړتيا به لا زياته کړي.

افغانستان د پاکستان، ايران، ترکمنستان او تاجکستان سره پولي لري. پداسي حال کي چي د ګرجستان پر سر د ناټو او روسيې اړيکي ډيري ښې ندي، او تاجکستان او ترکمنستان د روسيې تر اغېزې لاندي دي، ددغو هيوادونو د لاري افغانستان ته اکمالات راوړل ستونزمن دي.

په همدې ډول د امريکا او ايران ترينګلي اړيکي ددې سبب ګرځي چي د ايران د لاري هم افغانستان ته اکمالات نه سي رسول کېدای. پداسي حال کي چي د هوايي لاري د اکمالاتو لېږد رالېږد ډير ګران تماميږي. ناټو او امريکا مجبوره دي چي د پاکستان له لاري افغانستان ته خپل اکمالات راوړي. خو د قبايلي سيمو په څېر د کراچي، کوټي او کندهار لار هم د طالبانو تر اغېزي لاندي سيمو تيريږي، پر کومه چي هم خنډونه رامنځ ته کيږي.