1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو او امريکايي ځواکونو نوي قوماندان په کار پيل وکړ

۱۳۹۴ اسفند ۱۲, چهارشنبه

په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو نوي عمومي قوماندان د جنرال جان کمپبل ځای ونيو. هغه په رسمي توگه نن په کابل کي په ځانگړو مراسيمو سره خپله دنده پيل کړه.

https://p.dw.com/p/1I5HE
John W. Nicholson USA NATO Afghanistan Nominierung Oberkommandeur
انځور: picture-alliance/dpa/M.L. Sprenkle/U.S. Army

جنرال جان نيکلسن، ته د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۲) په کابل کي په رسمي توگه دنده وسپارل سوه. نيکلسن د جنرال جان کمپبل ځای ونيو.

هغه تر دې دمخه هم درې واري په افغانستان کي ماموريت لاره او په دغه هيواد کي ډېره پوځي تجريبه لري. اوس په افغانستان کي د ناټو په مشرتوب نژدې ۱۲۰۰۰ عسکر مېشت دي.

د دغو عسکرو ماموريت اوس يوازي د افغان امنيتي ځواک تر روزني او سلا مشوري پوري محدود دئ او په جنگ کي ونډه نه اخلي.

مخکني قوماندان جنرال جان کمپبل دوې اونۍ دمخه پر دې ټينگار وکړ چي امریکا به د طالبانو پر ضد جنگي رول بيرته خپل نه کړي.

هغه په خپل وروستي مطبوعاتي کنفرانس کي ويلي ول: «موږ به خپله د جګړې په موخه نه وځي، خو که يرغل راباندي وسي دا وړتيا بايد ولرو چي خپل ځواکونه وساتي.»

خو کارپوهان وايي چي افغان امنيتي ځواک لا تر اوسه پوري دا وړتيا نه لري چي په يوازي سر ټولو امنيتي ستونزو ته اوږه ورکړي.

د راپورونو له مخي په ۲۰۱۵م کال کي له وسله والو طالبانو سره په جگړه کي نژدې ۷۰۰۰ پوليس او عسکر وژل سوي او تر ۵۰۰۰ زيات ټپيان سوي دي.