1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نايورو په ټاپو کي پناه غوښتونکو اعتصاب کړی

۱۳۹۱ آبان ۱۵, دوشنبه

هغه پناه غوښتونکي چي د استراليا له خوا د نايورو ټاپو ته لېږل سوي دي، د پينځو ورځو راهيسي ئې د نه خوړلو اعتصاب کړی دئ. هغوی غواړي چي بيرته استراليا ته ولېږل سي او د پناه غوښتونکو پر دوسيو باندي ئې کار پيل سي.

https://p.dw.com/p/16cr8
انځور: picture-alliance/dpa

دغه پناه غوښتونکي چي د افغانستان، ايران، پاکستان، عراق او سريلانکا هيوادونو ا وسېدونکي دي د اوبو له لاري ئې ځانونه استراليا ته رسولي ول، چي دغه هيواد بيا د نايورو ټاپو ته ولېږل.

استراليا د هغي موافقې له مخي چي د نايورو له ټاپو سره ئې لري، هغه پناه غوښتونکي چي اکثره له اندونيزيا څخه حرکت کوي او ځانونه استراليا ته رسوي، د نايورو ټاپو ته لېږدوي او هلته د هغوی د پناه غوښتلو پر دوسيو باندي غور کوي.

د کډوالو يوه فعال يان رينتول، ويلي دي چي په دغه ټاپو کي پناه غوښتونکي اعتصاب کړی دئ، او غواړي چي بيرته استراليا ته ولېږل سي:«دغه پناه غوښتونکي د استراليا له حکومت څخه غواړي چي د نايورو کمپ دي وتړي. هغوی غواړي چي بيرته استراليا ته ولېږل سي، او تر ټولو مهمه دا ده چي د هغوی د پناه پر غوښتنه باندي دي جدي کار وسي.»

رينتول چي د «کډالو ډليز اقدام» سازمان له خوا له دغه پناه غوښتونکو سره په تماس کي دئ، ويلي دي چي له ۳۰۰ څخه تر ۳۸۰ تنو پناه غوښتونکو چي په دغه ټاپو کي مېشت دي د نه خوړلو اعتصاب کړی دئ. د هغه په خبره، د دغه اعتصاب په پايله کي ۵۰ تنه پناه غوښتونکي ناروغه سوي دي او د يو شمېر ئې درملنه سوې ده.

خو د استراليا د کډوالو ادارې ويلي دي، چي يو پناه غوښتونکی هم په روغتون کي بستر سوی نه دئ، او يوازي له ۱۲ څخه تر ۱۵ تنو پوري د يکشنبې په ورځ په هغه سيمه کي درملنه سوې ده.

د دغي ادارې يوه وياند د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي:«موږ دا منو چي دغه خلک داوطلبانه لوږې گالي او زموږ له پاره دغه پېښه ډيره جدي ده. خو له هغو شمېرو سره موافق نه يو له که د کډوالو د حقوقو نه د دفاع له خوا چي خپرې سوي دي.»

هغه دغه راز وويل، باور نه لري چي په دغه د نه خوړلو په اعتصاب کي دي ۳۰۰ تنو برخه اخيستې وي، ځکه هغه خواړه چي د دغه پناه غوښتونکو له خوا په مصرف رسيږي له دغو شمېرو سره سر نه خوري.

استراليا د روان کال د اگست په مياشت کي پريکړه وکړه، هغه پناه غوښتونکي چي دغه هيواد ته د کښتو په مرسته رسيږي، د نايورو او پاپواگينه ټاپوگانو ته ولېږي، چي له دغي لاري استراليا ته د پناه غوښتونکو د خطرناک سفر مخنيوی وسي.

هغه پناه غوښتونکي چي د نايورو ټاپو ته لېږدول سوي دي، دا هم ورته ويل سوي دي، چي کيدای سي د هغوی د پناه غوښتنو پر دوسيو باندي کار کلونه دوام وکړي. د دغي پروسې موخه دا ده، چي استراليا ته د اوبو له لاري د کوچنيو کښتيو په کارولو سره د دغه خطرناک سفر مخنيوی وسي.

دا په داسي حال کي ده، چي په تيرو دوو ورځو کي نزدې ۳۱۹ تنه پناه غوښتونکي د پينځو کښتيو په مرسته استراليا ته رسېدلي دي. د روان کال د جنورۍ د مياشتي راهيسي د کښتيو له لاري استراليا ته ۱۳۵۰۰پناه غوښتونکو خپل ځانونه رسولي دي.

فرانس پرس/عارف فرهمند
کتونکی: نجيب الله زيارمل