1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نايجريا په پلازمېنه کې چاودنو مرګژوبله اړولې ده

۱۳۹۴ مهر ۱۱, شنبه

د نايجريا په پلازمېنه، ابوجا، کې دوو بمي چاودنو ګڼ شمېر وګړو ته مرګژوبله اړولې ده. چارواکي د برید پره پر بوکو حرام ترهګرې ډلې باندې اچوي.

https://p.dw.com/p/1Gi3R
انځور: DW

غبرګې چاودنې د سيمې پر وخت د جمعې ماښام پر مهال د نيانيا او کوجې په نوم ښارګوټو کې رامنځ ته شوې، چې د پلازمېنې ابوجا په څنډو کې پراته دي. دغه خبره د نايجريا د بېړنيو پېښو د مديريت د اژانس يوه چارواکي په يوه خبرپاڼه کې کړې ده. د اژانس وياند ازيکيل مانزو، وويل چې چاودنو «ګڼه مرکژوبله اړولې ده» او زياته يې کړه چې «هغسې ورته چاودېدونکي توکي کارول شي» چې تندلارې بوکو حرام ډله يې د هېواد په شمال ختيځ کې د خپلو بريدونو له پاره استعمالوي.

د نيانيا د بسونو اډه، چېرې چې يوه چاودنه وشوه، پروسږ کال هم ورباندې د اسلامپالو له طرفه دوې چاودنې تر سره شوې وې. د اپريل مياشتې په لومړۍ چاودنه کې لږ تر لږه ۷۵ وګړي ووژل شول، په داسې حال کې چې په دوهمه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۶ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

اوږدمهاله بغاوت

ابوجا دا ډول بريدونه د تېر کال د جون د ۲۵ نېټې راهيسې نور نه وو تجربه کړي چې د ښار په منځ کې په يو لوی پلورنځي کې چاودنې د ۲۲ انسانانو ژوند واخيست. د دغه بريد پړه بوکو حرام منلې وه چې د شپږو کلونو راهيسې يې په داسې يو بغاوت لاس پورې کړی دی چې کابو ۲۰۰۰۰ انسانان پکې وژل شوي او لږ تر لږه ۲،۵ ميليونه انسانان پکې د ماشومانو په شمول بې کوره شوي دي.

د دغه بغاوت له کبله په نايجريا کې يو بشري ناورين رامنځ ته شوی دی. د بوکو حرام تندلارې ډلې ډېري بريدونه د هېواد په شمال ختيځ کې تر سره کيږي، چيري چې دغه ډله مېشته ده، خو کله نا کله نورې سيمې هم د بريدونو له کبله اغېزمنې شوې دي. د نايجريا ولسمشر محمدو بوهاري، چې سږ کال قدرت ته رسېدلی دی، د بوکو حرام د ماتولو غوښتنه کړې ده، خو دغې ډلې په دې ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ نور انسانان هم وژلي دي.

د تېريو او تاوتيخوالو دوام

د جمعې ورځې غبرګ بريدونه له څلورو ځانمرګو بريدونو يوه ورځ وروسته تر سره شول، چې ۱۱ انسانان يې د هېواد په شمال ختيځ کې د بورنو آيالت د مايدوګوري په ښار کې له منځه يوړل. په ګاونډي اداماوا آيالت کې د بوکو حرام شکمنو اورپکو لږ تر لږه پنځه کليوال په ډزو وويشتل. د پنجشنبې په ورځ، د نايجريا پوځ همداراز پر بوکو حرام تور لګولی و چې د هېواد په زړه کې يې د اوبو چينو ته زهري مواد اچولي ول، چې ښايي يوازې څاروي يې له کبله له منځه تللي وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب