د نايجريا په بريد کي ۴۱ کسانو ته مرگ ژوبله واوښته
۱۳۹۰ اسفند ۷, یکشنبهاعلان
د نايجيريا هيواد پر يوه کليسا باندي په ځانمرگي بريد کي لږ تر لږه۳ تنه وژل سوي دي او ۳۸ تنه نور ټپيان سوي دي. د چارواکو د معلوماتو پر اساس بريد کوونکي خپل موټر له کليسا سره نژدې وجنگاوه او بیا ئې ځان والوزاوه.
دغه پېښه د نايجيريا په مرکزي برخه کي د خوس په ښار کي رامنځته سوې ده. د جمعې په ورځ بيا د نايجيريا په شمال کي د گومبې په ښار کي د پوليسو پر دفتر بريد ۱۴ تنه وژلي او يو شمېر نور ئې ټپيان کړل. اټکل کيږي چي دغه بريدونه به د بوکو حرام نومي توندلاري ډلي تر سره کړي وي.