د ناسا روبات مریخ ته ورسید
۱۳۹۱ مرداد ۱۶, دوشنبهکوریزیتي د دوشنبې په ورځ سهار وختې په مریخ کې کښیناست. دا ماشین به اوس خپل دوه کلن ماموریت پیل کړي. د کوریزیتي اصلي ماموریت دا دئ چې په مریخ کې داسې شواهد پیدا کړي چې دا خبره په اثبات ورسوي، چې یو وخت په دې کره کې ژوندي موجودات موجود ول. دې سپوږمکې پر مریخ باندې تر ناستې وروسته له دې کرې څخه خپل لومړي انځورونه استولي دي.
د کوریزیتې د ماموریت چارواکو ویلي دي چې هغوی مریخ ته نزدې له یوې سپوږمکي څخه داسې سیگنالونه تر لاسه کړي دي چې دا خبره تأییدووي چې کوریزیتي په مریخ کې ناست دئ.
دغه سپوږمکۍ د مریخ پر سطح تر ډیرو پیچلو مرحلو وروسته ناسته ده. دې روبات د مریخ په لور په ساعت کې د ۲۰ زره کیلومتره سرعت په لرلو سره حرکت کاوه او د کښیناستلو په وخت کې ئې خپل سرعت نه دئ کم کړی.
په مریخ کې د کوریزیتي کښیناستل ډیر ځلې په کمپیوتري ډول امتحان شوي ول او عالمانو خپل ځان په دې خبره ډاډه کړی وو چې د دې روبات د ناستې پر وخت کومه ستونزه نه رامنځ ته کیږي.
د دې روبات پر جوړلو باندې ۱.۹ میلیارده ډالر مصرف شوي دي او پکښې له ډیرې پر مختللې تکنالوژۍ څخه کار اخیستل شوی دئ.
کوریزیتې لاس انجلس ته نزدې د ناسا له یوه لابراتوار څخه کنترولیږي. د هغه د ماموریت چارواکو ویلي دي چې دغه روبات د پلان له مخکې په یوه سیورې کې ناست دئ.
ناسا زیاته کړې ده چې د کوریزیتي ماموریت د دغه سازمان د فضایي ماموریتونو په تاریخ کې تر ټولو پیچلی ماموریت دئ. پر دې ماموریت باندې به ۲.۵ میلیارده ډالر مصرف راشي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم