1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مېرکل د بهرنۍ پاليسۍ سلاکار له ټرمپ سره ګوري

۱۳۹۵ آذر ۲۸, یکشنبه

انګلا مېرکل د رسنيو د راپورونو په حواله د امنيتي چارو په برخه کې خپل لوړپوړی سلاکار نيو يارک ته استوي څو د ټرمپ له ټيم سره وګوري. د آلمان حکومت د بهرنۍ پاليسۍ په برخه کې د ټرمپ له ناڅرګند سياسي موقف څخه اندېښنه لري.

https://p.dw.com/p/2UTx6
Kombobild Merkel Trump 2016 (picture alliance )

کريستوف هويسګن، چې د بهرنۍ پاليسۍ او امنيتي چارو په برخه کې د آلمان د صدراعظمې، انګلا مېرکل، سلاکار دی، به متحده آيالاتو ته سفر وکړي څو د ټاکل شوي ولسمشر، دونالد ټرمپ، د پېشنهادي کابينې له غړو سره وګوري. دغه خبره د شنبې ورځې د «شپيګل» مجلې په ګڼه کې راغلې ده. هويسګن د روسيې د ولسمشر يو منتقد دی چې ښايي د نورو تر څنګ د شپيګل په حواله د امريکا د ملي امنيت له مشاور، مايکل فْلين سره هم وګوري. يوه دولتي چارواکي د آلمان خبري اژانس «دي پي آی» ته ويلي دي چې هويسګن به د اوونۍ په سر کې خپل سفر پيل کړي خو نور جزيات يې شريک نه کړل.

په دې هکله لا ډېر سواله لاځوابه پاته دي، چې ټرمپ او د هغه د بهرنۍ پاليسۍ ټیم به څه وکړي کله چې منتخب رئيس جمهور ټرمپ د جنورۍ په شلمه خپله دنده او چوکۍ اشغال کړي. دغې ناڅرګندې وضعې د شپيګل په حواله د جرمني حکومت په اندېښنه کې اچولی دی.
ټرمپ او روسيه

په برلين کې د صدراعظمې دفتر د راپورونو په اساس وېره لري چې ټرمپ به ښايي په روسيې باندې د لګېدلو بنديزونو څخه سرغړونه وکړي او د لويديځ کډ دريځ به تضعيف کړي.

د پنجشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د مشرانو په غونډه کې مېرکل وويل چې په دې باندې هم خبرې وشوې چې اغېزې به يې څه وي که ټرمپ له مسکو سره دوستانه سياست شروع کړي. د اروپايي اتحاديې مشرانو د ۲۰۱۷ کال تر جولای مياشتې پورې د بنديزونو پر تمديد موافقه وکړه. برلين همداراز په انتخاباتي کمپاين کې د ټرمپ د څرګندونو له کبله اندېښنه لري چې ويل يې د امريکا متحده آيالات به خپل د ناټو هغه متحدين نور ونه ساتي چې د خپل امنيت له پاره کافي پيسې نه برابروي.

سربېره پر دې داسې اندېښنې شته چې ټرمپ به ښايي د ولسمشر اوباما له هغه انتقادي دريځ څخه واوړي چې د اسرائيل د حکومت په وړاندې يې نيولی وو چې کېدای شي د اسرائيل او فليسطين د دوو بېلو دولتونو له مفکورې څخه د شپيګل د راپور مطابق دی تېر شي.

ناندرۍ

ټرمپ نړيوالې ناندرۍ او د خپلو متحدينو اندېښنې راپارولي دي ځکه چې د پوتين په هکله يې ستاينونکې څرګندونې کړې دي او د مسکو په خوښه د کابينې ځينې غړي يې هم ټاکلي دي.

متقاد جنرال فْلين او د بهرنيو چارو احتمالي وزير، رېکس تيلرسون له پوتين سره نژدې ارتباطات لري. تيلرسون چې د اېکسون موبيل شرکت اجرائيوي مشر دی، په ۲۰۱۳ کال کې د پوتين له خوا د روسيې د دوستۍ مډال تر لاسه کړی وو.

په نومبر مياشت کې د ټرمپ تر انتخاباتي بريا وروسته مېرکل ويلي وو چې «زه به هر هغه څه وکړم څو له نوي رئيس جمهور سره مثمره همکاري وشي.»

خو دا يې هم وويل چې دغه همکاري به پر «دموکراسۍ، آزادۍ او په ټوله نړۍ کې پر بشري حقونو» ولاړه وي. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ په وار وار په ۲۰۱۵ کال کې د مېرکل له خوا کډوالو ته د هر کلي ويلو پر پاليسۍ باندې سخت انتقادونه کړي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.11.2016):

Deutschland Christoph Heusgen Sicherheitsberater der Kanzlerin
کريستوف هويسګنانځور: Reuters/A. Schmidt