1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مېرمنو د نړيوالې ورځې په پلمه د آلماني سياستوال پوتفله نصيحتونه

۱۳۸۵ اسفند ۱۷, پنجشنبه

د آلمان د مسيحي دموکرات گوند عمومي منشي رونالد پوتفله آلمان مېشتو بهرنيانو ته د ښځو د نړيوالې ورځې په پلمه په خپل خطاب کې دې ته اشاره کوي چې خارجيان دې هڅو وکړي چې ځانونه له آلماني ټولنې سره عيار کړي، تر څو د آلمان د ټولنې برخه وگرځي.

https://p.dw.com/p/DKJc
نن د ښځو نړيواله ورځ ده
نن د ښځو نړيواله ورځ دهانځور: picture-alliance/dpa
دی زياتوي چې د ناموس په سر د ښځو وژنه، په زور ودول او په ځينو افريقايي ټولنو کې مروج د تنسلي آلو پرې کول د بشر د حقوقو څخه سرغړونه ده. دی وايي چې دغسې ورته کړنې د نړۍ په هيڅ دين او مذهب کې ځای نه لري او د ښځو له ابرو، حرمت او د خپل سرنوشت له ټاکلو څخه د دوی مخه نيسي. ټول په آلمان کې مېشت بهرنيان بايد د آلمان اساسي قانون ومني او دا چې د ده گوند غواړي چې د مسلمانو ښځو او نجونو حقونه په آلمان کې خوندي کړي. مسيحي دموکرات گوند د آلمان يو محافظه کاره گوند بلل کېږي او د سوسيال دموکرات گوند تر څنگ د آلمان له لويو سياسي گوندونو څخه دی. دا مهال په آلمان کې د دغو دواړو گوندونو ائيتلاف د دولت چارې پر مخ بيايي. بيا هم په انتخاباتو کې ډېرۍ آلمان مېشت خارجيان چې آلماني تابعيت يې تر لاسه کړی وي ښايي چې سوسيال دموکرات گوند ته رايه ورکوي.