1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د می په لومړۍ ورځ په المان کی سختي مظاهرې وسوې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14nuN

د می د لومړۍ نېټې یا کارګر د ورځي په مناسبت په برلین کي د مظاهرو په ترڅ کي د پولیسو سره لوی اخ و ډب رامنځته سو. د کرویڅ بیرګ په نامه ناحیه کي د په اصطلاح اول د می د انقلابیونو په نامه لاریون هغه وخت د امنیتي ځواکونو له خوا وپاشل سو، کله چي هغوی پر پولیسو باندي د بوتلونو، او ډبرو وارونه پیل کړل.همدارنګه د یوه بانک هنداري هم ماتي سوې. د پولیسو په حواله په دغو مظاهرو کي څه د پاسه لسو زرو کسانو برخه اخیستې وه. ډېری مظاهره کوونکي نيول سوي هم دي. همدارنګه د هامبورګ په ښار کي هم د زورزیاتیو ډکي مظاهرې تر سره سوي دي. خو بیا هم د چارواکو په حواله د تېر کال په پرتله د می د اولي نېټې دغه مظاهرې یو څه آرامي وې.