د میرزا اولنګ د بیا نیولو له پاره عملیات پیل شوي
۱۳۹۶ مرداد ۲۰, جمعهد سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پوځي عملیات پنځه ورځې وروسته له هغې پیلیږي چې د طالبانو او داعش جنګیالیو په یوه حمله کې د مرزا اولنګ تر ۵۰ زیات ملکي کسان ووژل.
په سرپل کې د پولیسو ویاند علي اکبر اندرابي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «تیره شپه ۱۲ بجې زموږ عملیات پیل شول. اوسمهال دوې پوستې چې صیاد ولسوالۍ ته څیرمه پرتې وې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري نیولې شوې دي. اوس جګړه ادامه لري او پرمختګ هم ښه دی.»
دغه افغان چارواکي تایید کړې ده چې د میرزا اولنګ په جګړه کې هوايي ځواک هم مرسته کوي.
د مرزا اولنګ سیمې عام قتل د افغانانو په منځ کې کرکه او غوسه رامنځ ته کړه. ځایي چارواکو او هغو کسانو چې له پيښي ژوندي پاتې شوي ویلي دي چې د طالبانو او داعش جګړه مارو پر دغه کلي باندې د یرغل په ترڅ کې زاړه، ښځې او ماشومان یا په ډزو وژل او یا یې ترې سرونه پرې کړل.
تر دغه برید وروسته د افغانستان حکومت د پيښې د څرنګوالي د څیړلو خبر ورکړ او ولسمشر محمد اشرف غني، ژمنه وکړه چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به د دغه وژنې غچ اخلي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یوناما، ویلي دي چې پلاوي یې د دغې پیښې څیړل پای ته رسولي دي او ډير ژر به خپلې موندنې وړاندې کړي.
په عین وخت کې د انتقالي عدالت د همغږي کولو ډلې په وروستیو کلونو کې د وسله والو کړکیچونو په ترڅ کې د مرزا اولنګ دې وژنې پيښه بې سارې بللې ده او ویلي یې دي چې ښايي دغه جنایت د بشریت ضد جرمونو کې وشمیرل شي. په دغه ډله کې څو غیر دولتي سازمانونه شامل دي.
د صیاد ولسوالۍ یوه ستونزه د هغې د ګاونډیو سیمو کې نا امني ده. له همدې کبله ځايي خلک وایي، تر څو پورې چې د کوهستانات ولسوالی له یاغیانو پاکه نه شي، د مرزا اولنګ د سیمي امنیت ټینګول به ستونزمن وي.
د سرپل ولایت ویاند ذبیح الله اماني، وایي: «موږ څو واري انديښنه څرګنده کړې ده چې د کوهستانات ولسوالي د ویرې او وحشت او د کورنیو او بهرنیو ترهګرو پر لوی مرکز اوښتې ده. سرپل ته په کافي اندازه ځواکونه رارسیدلي دي او هیله لرو چې ځواکونه نیول شوي ځایونه بیرته ونیسي.»
خو د سرپل د پولیسو ویاند وویل چې اوسمهال یوازې په صیاد ولسوالۍ کې د یاغیانو پر ضد عملیات په پام کې نیول شوي دي او د مرزا اولنګ درې تر نیول کیدو وروسته به د نورو عملیاتو په هکله تصمیم ونیول شي.
طالبانو د مرزا اولنګ ولسوالۍ تر نیولو وروسته د سیمې ګڼ شمیر ملکي کسان له ځانه سره برمته نیولي وو چې درې ورځې وروسته یې ۳۳۰ تنه آزاد کړل.