د میت رومني بهرنۍ پالیسۍ په اړه بیانیه منځني ختیځ ته متمرکزه وه
۱۳۹۱ مهر ۱۸, سهشنبهاعلان
د متحده ایالاتو د ولسمشرې د ټاکنو په کمپاین کې دغه څوکې ته د جمهوري غوښتونکو نوماند میټ رومني تیره ورځ د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په اړه یوه بیانیه ورکړه. د خبري آژانسونو د رپوټونو په حواله میټ رومني په خپله دغه بیانیه کې وویل که چیرې د متحده ایالاتو د ولسمشر په توگه وټاکل شي نو په خلیج او د مدیترانې په سیمو کې به د متحده ایالاتو پوځي حضور ډیر کړي.
هغه زیاته کړې چې ایران به له نورو بندیزونو سره مخامخ شي تر څو خپل اتومي پروگرام راکم کړي. د میټ رومني د بیانیې اساسي ټکې د منځني ختیځ په اړه وو. په متحده ایالاتو کې د ولسمشرې ټاکنو ته څلور اونۍ وخت پاتې دئ.