1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د میانمار له رهبري څخه د بشري حقونو جایزه بیرته اخلي؟

۱۳۹۶ اسفند ۱۷, پنجشنبه

په متحدو ایالاتو کې د قتل عام په نوم موزیم غواړي چې د سولې نوبل جایزه ګټونکې اونګ سان سو چي، ته ورکړل شوی د بشري حقونو جایزه لغو کړې. د رپوټونو په حواله د تاوتریخوالي په پیښو کې تر ۴۰ زره ډیر کسان ورک دي.

https://p.dw.com/p/2twQo
Pakistan Hyderabad Proteste Myanmar Aung San Suu Kyi
انځور: picture-alliance/Zumapress/J. Laghari

د عام وژنې یا قتل عام په نوم موزیم یا «هلوکاست موزیم» په ۲۰۱۲م کال کې د میانمار ملکي رهبري سان سو چي ته د پوځي حاکمیت پرمهال د ديموکراسۍ په ګټه د هغې د فعالیتونو له امله د «ایلي ویزل لومړۍ جایزه» ورکړه. دغه جایزې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل او په امريکا متحدو ایالاتو کې د ديموکرتانو اړوند د پارلمان غړي او د بشري حقونو فعال جان لیوایس ته هم ورکړل شوې.

یاد موزیم ویلي دي چې د میانمار رهبري د دې جایزې د ګټونکو له پاره ټاکل شوي معیارونه نه دي ساتلي. دغه جایزه هغو کسانو ته ورکول کیږي چې په داسې نړۍ کې چې خلک له نفرت سره مخ وي، د عام وژني مخنیوی وکړي او د بشري حیثیت او هویت په ملاتړ کار وکړي.

د میانمار ملکي رهبري سان سو چي څخه د جایزې د بیرته اخیستلو په هکله لیکل شوي لیک کې د یاد موزیم چارواکو ویلي دي چې دوی هیله درلوده چې [هغه به په میانمار کې] د خونړي پوځي هڅو د درولو او یا د غندني په برخه کې څه وکړي او یا هم له روهنګیايانو سره خپله همدردي شریکه کړي.

Myanmar Aung San Suu Kyi
انځور: picture-alliance/AP Photo/G. Amarasinghe

د تیرکال له اګست میاشتې راهیسې ماینمار د توکمي تاوتریخوالي تر ټولو بدې پیښې تجربه کړې. د برما امنيتي ځواکونو او په دې هیواد کې روهنګيايي سخت دریځه اقلیتونه پر یو بل تورونه پوري کوي چې کلي سوځوي او عام وژنې ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د رواني میاشتې په پیل کې ملګرو ملتونو پر میانمار باندې د روهنګیایانو پرضد د ویرې کمپاین او هدفي قحطي د پیل کولو تور پورې کړ. په ورته وخت کې ګڼ شمیر حکومتونو، د بشري حقونو ډلو او نړیوالو سازمانانو خبرداری ورکړی چې په [میانمار] کې پوځي اقدامات به ممکن قومي تصفيه وي.

په دې وروستيو وختونو کې د امريکا په پارلمان کي د ديموکراتانو غړي جیمز میک ګورن بیا د یاد موزیم د پریکړې ستاینه کړې او وايي چې دا د [روهنګیا] له قربانیانو سره د پیوستون له پاره ډیر مهم اقدام دی.

زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: