1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مکسيکو په چرگ جنگي کي ۱۲ کسان وژل سوي

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۱۹, سه‌شنبه

په مکسيکو کي د چرگانو جنگولو په لوبه کي دوو ډلو يو پر بل فايرونه کړي او ۱۲ تنه پکښې وژل سوي دي. دغه راز په دغه هيواد کي په يوه بله پېښه کي يوې وسله والي ډلي د آماتورانو فوټبال سيالۍ باندي يرغل کړی او ۴ کسان ئې وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1H3Lh
Hahnenkampf
انځور: Getty Images/AFP/P. Huguen

د مکسيکو د «کواخينيکوالاپا» ښار په لوبغالي کي د چرگانو جنگولو په سيالۍ کي دوو وسله والو ډلو يو پر بل باندي يرغل کړی او ۱۲ کسان پکښې وژل سوي دي. په دغه پېښه کي پنځه کسان نور سخت ټپيان سوي دي.

د پوليسو په خبره د وژل سوو کسانو جسدونه مخکي تر دې چي پوليس لوبغالي ته ور ورسيږي يوه نامعلوم ځای ته انتقال سوي دي.

د کواخينيکوالاپا ښاروال ويلي دي چي د پيښي په ځای کي له موندل سوو نخښو څخه داسي ښکاري چي د يوې ډلي له خوا هدفي فايرونه سوي دي. دغه ښار د مکسيکو په جنوبي ايالت کوئررو کي دئ.

په دغه ښار کي څو وسله والي ډلي د مخدرو موادو پر سوداگرۍ باندي د کنترول لرلو پر سره يو له بله سره جنگیږي. دغه ښار ۲۵ زره نفوس لري او تر اوسه له دغه شان يرغلونو څخه خلاص وو.

د فوټبال پر سيالۍ يرغل

د کواخينيکوالاپا ښار له يرغل سره سم په آکاپولکو بندري ښار کي وسله والو کسانو د فوټبال سيالۍ پر لوبغالي يرغل کړی او څلور کسان ئې وژلي دي.

د پوليسو په خبره دلته هم مخکي تر هغه چي پوليس د پيښي سيمي ته ورسيږي د وژل سوو کسانو جسدونه له سيمي ايستل سوي دي.

تيرکال د مکسيکو په دغه ايالت کي ۴۳ محصلان تريتم سول، وروسته بيا روښانه سوه چي د ايگوالا ښار پوليسو دغه محصلان بيولي او غالباً به ئې د مخدرو موادو قاچاقبرانو ته سپارلي وي. د مخدرو موادو دغو کاروباريانو بيا دغه محصلان وژلي او جسدونه ئې سوځلي دي. تر دغي پيښي وروسته په مکسيکو کي سخت اعتراضونه وسول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب