1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مځکي پر سر شخړه کي درې تنه وژل سول

۱۳۹۰ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

شخړه د کابل ښار په سهيل کي د کوچيانو او د يو ښارگوټي د خاوند تر منځ هغه مهال را منځته سوې، چي ويل کيږي د ياد ښارگوټي د خاوند پلويان هغي مځکي ته ورغلي ول چي د کوچيانو رمې پکښي ساتل کيږي.

https://p.dw.com/p/12DYm
انځور: AP

نن په کابل کي شاوخوا ۲۰۰ تنو کوچينانو د يو احتجاج په ترځ کي د ارگ ماڼۍ ته غځېدلي لاري بندي کړي وې او ټيرونو ته اور اچولی و. دهغو ددې لاريون عامل د مځکي پر سره شخړه ول.

لانجي هغه مهال زور واخيست کله چي د بيني حصار غونډۍ په لمن کي د ميرويس په نوم ښارګوټي دخاوند پلويانو او کوچيانو تر منځ خبره له جرګو مرکو څخه په تاوتريخوالي واوښته .

کوچيانو د ولسي جرګي او وروسته د ارګ مخي ته په لاريون لاس پوري او د ميرويس ښارګوټي د خاوند پر ورور قيس حسن، چي د ولسي جرګې غړی دی تور ولګاوه، چي ددوی کورونه يې سوځولي دي.

خو د ولسي جرګي غړی قيس حسن بيا دا نه مني چي ګني دده په امر دي د چا کورونه سوځول سوي او ياهم چا ته مرګ ژوبله اووښتې وي.

ښاغلي حسن دويچه ويله ته وويل: « نه يوازي داچي ده چا ته زيان نه دی رسولی، بلکي هڅه يې کړې چي د کړکيچ د مخنيوی په موخه منځګړتوب هم وکړي.

د کابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي د ښکيلو لورو ترمنځ اخ وډب کي د مرګ ژوبلي خبره ومنله خو په هغې کي يې د ولسي جرګي غړي قيس حسن لاس درلودلو په اړه ناخبري وښوده.

ښاغلي ستانکزي وويل د دوی لومړنۍ څيړني ښيي چي په دغه اخ وډب کي ۳ کسان وژل سوي او درې نور ټپيان دي.

که څه هم چي ستانکزي په پيښه کي د ۳ کسانو وژل کيدو او درې نورو د ټپي کيدو پخلی وکړ، خو کوچيانو دعوه کړې چي په دې شخړه کي ددوی ۶ کسان وژل سوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

د مځکو پرسر شخړه د ټول هيواد په کچه هغه لانجمنه موضوع ده چي تر اوسه نه خو امنيتي څانګي او نه هم عدلي او قضايي څانګي په دې بريالۍ سوي چي له دې لوري راپورته سوي لانجې له منځه يوسي، بلکي دايي تر وس تيره ده چي دغه بهير لږ ترلږه ودروي.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل