1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د مځکو دغصب د مخنيوی دپاره مرستي ته اړتيا لرو"

۱۳۹۰ شهریور ۲۷, یکشنبه

افغان حکومت وايي، چي يوازي ددولت د درې گوني قوې په مرسته کولای سي، چي د دولتي مځکو د غصب مخنيوی وکړی. هغوی وايي چي په کابل او ولايتونو کي په زرگونه جريبه مځکي غصب سوي دي.

https://p.dw.com/p/12bWH
انځور: DW

د افغانستان د کرهڼي وزير محمد آصف رحيمي د يکشنبې په ورځ مشرانو جرگي د غصب سوو مځکو د معلوماتو ورکولو لپاره ور بللی و وويل، چي داسي ډيري قضيې سته چي د دولتي مځکو په غصب پوري تړلي دي.

 

« په تيرو اتو مياشتو کښي مو ۷۰۰ داسي قضيې هغه کمېسيون ته وړاندي کړي چي په دې برخه کي کار کوي. په دې کي تقريباً ۴۴ زره جريبه دولتي مځکي ثبت سوي چي غصب سوي دي.»

 

رحيمي وويل، چي د دولتي مځکو تثبيتېدل به حتا په هغو ولايتونو کي هم ډير وخت و نيسي چي امن پکښي ټنگ دی. په داسي حال کي چي په نا امنه ولايتونو کي داکار هيڅ امکان نه لري.

 

هغه وويل، چي د خلکو د همکاريو پرته د دولتي مځکو د غصب مخنيوی نا ممکنه دی.

 

يو شمېر افغان چارواکي وايي چي په تيرو لسو کلونو کي په زرهاو جريبه دولتي مځکي غصب سوي ولي دلت تر اوسه نه دی توانېدلی، چي ددغه مځکو د غصب مخنيوی وکړي.

 

د کرهڼي وزير وايي، هغه وخت چي په يو ولايت کي يوه مځکه غصب سي او دولتي ارگانونه د هغه د لاسته راوړلو په تلاښ کي وي، نو ادارې کارونه دوه کاله په برکي ونيسي. خو پسله هغه دولت د مځکي د مشکل نه  بلکي د يو ښارگوټي د مشکل سره مخامخ سي چي ټول کار تر سره سوی وي.

 

په دې غونډه کي د کابل ښار وال يونس نو انديش وويل، چي دوی په يوازي سر نسي کولای چي د مځکو د غصب مخنيوی وکړي.

 

« داسي ودانۍ سته چي د ۵۰ څخه تر ۶۰ مکتوبونه مو دولتي ارگانونو ته ورلېږلي چي تر څو ددغو لوړو ودانيو د جوړيدو مخنيوی وکړي ولي د هغو د ودانولو مخنيوی نه دی سوی او هغه مرسته چي بايد زموږ سره سوې وای نه ده سوې او ودانۍ آبادي سوي دي.»

 

هغه وويل، چي هغه ښارگوټي چي په کابل کي په غيري قانوني توگه جوړ سوي ليست يې برابر سوی او ډير ژر به د خلکو استازو ته وسپارل سي.

 

کابل ښار وال وويل، چي يو شمېر زورواکي په کابل کي د لوړو ودانيو په جوړولو لاس پوري کړی چي حتي په مخنيوکي يې د پوليسو زور هم نه رسيږې.

 

د کابل ښاروال په خبره دغه زور واکي په سلهاوو کارگر استخدام کړي چي کارونه يې د شپې په تاريکه کي پرمخ بوزي.

 

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل