د ميک کريسټل د گوښه کېدو يو علت ښايي د هغه د نيوکو څخه ډک راپور يي
۱۳۸۹ تیر ۶, یکشنبهدThe Independent په نامه برتانوۍ ورځپاڼۍپخپله ننۍ ګڼه کي د هغو منابعو له قوله چي نو م يي نه دی اخيستل سوی،ليکي چي په افغانستان کي دحالاتو ورځ په ورځ خرابيدل هم دده د برطرفۍ يو علت دی.
د ورځپانۍ د خبر له مخه، څو ورځي د مخه تر هغه چي ميک کريسټل استعفا وکړي د ناټو د دفاعي چارو د وزيرانو په پته يې يو ليک لېږی و.
په ليک کي وزيرانو ته د افغانستان حالت ډير خبراب ښودل سوی و.
ورځپاڼه ليکي دهغه پټ پوځي رپوټ له مخه چي خپور سوی ددې ګواښ سوی و، چي ښايي په راتلونکي 6 مياشتوکي د افغانستان په حالاتو کي کوم مثبت بدلون رانسي.
برتانوۍ ورځپاڼه داهم ليکلي چي، ميک کريسټل په خپل ليک کي وايي چي، يوازي د افغانستان په يوه کوچنۍ برخي کي امنيت سته.
د ميک کريسټل په ليک کي د افغانستان د امنيتي ځواکونو ډيره لږ برخه اغيزمنه بلل کيږي.دغه راز په ليک کي د افغانستان حکومت يو غير موثر او بېکاره اورګان بلل سوی.
ورځپاڼه ليکي چي ميک کريسټل داهم ليکلي دي چي، د جمهور رئيس بارک اوباما دانظر چي د 2011 ميلادي کال دجولای په مياشت کي به د افغانستان څخه د عسکرو وتل پيل سي دا به يو غير عملي کار وي.
جنرال ميک کريسټل د تيري چارشنبې په ورځ په دې دليل د جمهوررئيس بارک اوباما له خوا د خپلي دندي څخه ليري سو، چي په يوه مرکه کي يې د امريکا د متحده ايالاتو د حکومت په هکله سختي انتقادي خبري کړي وې.
AG/ ضياالحق فضلي
کتونکی. زيارمل