1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ميرکل گوند په ټاکنو کي مخکي دی

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ شهریور ۳۱, یکشنبه

د آلمان د اوسنۍ صدراعظمي انگلا میرکل، گوند مسیحي دیموکرات (CDU) د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې د پام وړ رایې وکټلې خو د متحدینو برخه لیک یې لا روښانه نه دی. اوس نو د یوه رامنځ ته کیدونکي ائتلاف په اړه نوي بحثونه رامنځ ته شول.

https://p.dw.com/p/19m10
Ein Wahlhelfer öffnet am 22.09.2013 in einem Briefwahllokal in Friedrichshain in Berlin die roten Wahlbriefe. Foto: Maja Hitij/dpa +++(c) dpa - Bildfunk+++
Bundestagswahl 22.09.2013انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د ARD تلویزیون له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې د انګلا میرکل مسیحي دیموکرات ګوند د یکشنبې ورځي په ټاکنو کې د بل هر ګوند په پرتله ډیرې رايي ګټلي دي. د دغه ګوند له خوا تر لاسه شوې رایي ۴۲ سلنه اټکل شوي دي. دغه شمیر رایې تر مخکینو وړاند وینو هم لوړي دي. خو دا خبره لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې میرکل به له کوم ګوند سره ائتلاف جوړ کړي.

د ARD له خوا په خپرو شویو شمیرو کې د میرکل د گوند د اوسني ائتلافي گوند لیبرال دیموکرات (FDP) رايي ۴،۷ سلنه ښوول شوي دي. د آلمان د قانون له مخې یو گوند باید په ټاکنو کې لږ تر لږه پنځه سلنه رایې وگټي ترڅو پارلمان ته لار وموندي.

د خپرو شویو پایلو له مخي سوسیال دیموکرات گوند (SDP) ۲۶ سلنه رایې گټلي دي. په دې سره نو د پیر شتاینبروگ گوند د میرکل تر گوند وروسته په په دوهم ځای کې راغلی دی. د آلمان دوه نورو لویو گوندونو «چپیانو» او «زرغونو» په ترتیب سره اته او ۸،۵ سلنه رايي ترلاسه کړې دي.

د آلمان د بل گوند AFD رایې هم پنځه سلنه ته نزدې ښوول شوي دي. په دې سره به نو دا یو نوی گوند وي چې د آلمان مرکزي پارلمان یا «بوندستاگ» ته به لاره پیدا کوي.

په آلمان کې د ماښام پر شپږو بجو د رای اچوني مرکزونه وتړل شول. د دغو مرکزونو تر تړل کیدو سمدستې وروسته ARD د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د آلمان د یکشنبې ورځې د ټاکنو له پاره له ۶۰ میلیونو څخه ډیر کسانو د رای ورکولو شرایط پوره کول. تر دې مخکې اټکل شوی وو چې د رایې ورکولو شرایط لرونکي ۷۳ سلنه آلمانیان به خپلي رایې وکاروي.