1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ميرويس نيکه مقبره بيا رغول کيږي

۱۳۸۹ شهریور ۲, سه‌شنبه

دغه مقبره چي دوه ځله د مخه هم رغول سوې اوس يو ځل بيا د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست لخوا د درو مليونو افغانیو په لگښت په فني ډول رغول کيږي.

https://p.dw.com/p/Ov3W
د کندهار په کوهکران سيمه کي د حاجي ميرويس خان نيکه مقبره
د کندهار په کوهکران سيمه کي د حاجي ميرويس خان نيکه مقبرهانځور: DW

د کندهار د طلاعاتو او کلتورريس عبدالقديم پتيال وايي چي د بيا رغوني اړتيا يې ځکه وه چي رنگ په غيري مسلکي فني شکل ورکول سوی و او اوس يې په فني ډول ورکړی دی.

د هغه په خبره د زيارت دروازه چي فليزي جوړه سوې وه هم د معيار سره برابره نه ول چي اوس يې د زيارت او گونبتي د معمارۍ سره سمه دروازه او کړکۍ ورته کښېنولي دي.

د کندهار ولایت مقام دا هم پتېيلې ده چي د زيارت د احاطې ديوال هم د سره ورغوي او پکښي زيارت کونکو او سيلانيانو ته اړين ځايونه جوړ او سولر يا لمريزه برېښنا ورته برابره کړي.

د عبدالقديم پتیال په خبره په نژدې راتلونکي کي به د کندهار پر يو شمېر تاريخي اماکنو باندي د بيارغوني کارونو پيل سي.

په کندهار کي اوس تقريباً ټول تارخي ځايونه د ورځنيو تهديدونو سره مخامخ دي.

د پتيال په خبره د ځينو ځايونو احاطې او مځکي قبضه سوي دي. ځينو ځايونو ته توجه نه کيږي يا رسيدگي نه کیږي او هلته په غيري مسلکي ډول کيندني کيږي. دا ټول هغه تهديدونه دي چي د تاريخي اماکنو ارزښت د هغو احميت او د هغو قدامت له گواښ او خطر سره مخامخ کيږي.

د کندهار په زاړه ښار کي نارنج ماڼۍ ته څېرمه کورونه جوړسوي چي د خټو د پاره يې د ماڼۍ د خاورو څخه کار اخستل سوی او څه عمر د مخه په ماڼۍ دننه کي خپلسره کيندني رواني وې.

د کندهار د کوهکران په سيمه کي د حاجي ميرويس خان نيکه مقبره په ۱۳۱۱ لمريز کال کي د محمد نادر خان د واکمني پر مهال رغول سوې او تنظيم سوېده.

حکمت الله اسلمي/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل