1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ميانمار په ټاکنو کې له درغليو څخه وېره

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۱۷, یکشنبه

په جنوب ختيځه آسيا کې پروت ميانمار هېواد کې له ۲۵ کلونو راهيسې لومړني آزاد پارلماني انتخابات تر سره کيږي. د يو نوي دموکرات پيل هيله هغو اندېښنو خړه کړې ده چې ښايي درغلۍ شوې وي.

https://p.dw.com/p/1H1qT
انځور: Reuters/Stringer

د ټاکنو بهرني څارونکي په دې نيوکه کوي چې د څه نا څه ۵۰۰۰۰۰ پوځيانو له خوا شوې هغه رايه اچونه يې نه شوای کنترولولای، چې تر اصلي ټاکنو مخکې تر سره شوې وه. د آلمان د ليبرال دموکرات ګوند سياستوال، الکساندر ګراف لامبسدورف، چې د اروپايي څارونکو د ماموريت مشري کوي، وويل چې «دا بهير به لا شفاف تر سره شوی وای، که مو وکولای شول چې قشلو ته هم څارونکي ورواستوو.»

په څه باندې ۳۰ ميليونو وګړو باندې په همدغه يکشنبه غږ شوی دی چې د ۲۵ کلونو راهيسې په لومړنيو سراسري انتخاباتو کې ګډون وکړي. د ميانمار هېواد پخوا برما بلل کېده. له وروستيو آزادو ټاکنو څخه په ۱۹۹۰ کال کې د مخالف ملي دموکرات ليګ ګوند مشره د څرګندې ګټونکې په توګه راوتلې وه، خو پوځ د ټاکنو پايلې ونه منلې. په ۲۰۱۱ کال کې د کابو پنځو لسيزو اوږد پوځي حاکميت لړۍ په ميانمار کې وشلول شوه او واک په رسمي ډول يوه ملکي حکومت ته د پخواني جنرال، تاين ساين، په مشري وسپارل شو. د نوبل د سولې جايزې ګټونکې، انګ سان سوچي، د خپل ملي دموکرات ليګ ګوند د بريا تمه لري.

پوځيان به څرنګه غبرګون ښکاره کړي؟

اوسني انتخابات به ښايي د ملي دموکرات ليک ګوند وګټي. په ميانمار کې ټولپوښتنې نه تر سره کيږي، خو مېرمن سوچي د خپل ګوند له څرګندې بريا سره حساب کوي. هغې د بندري رنګون ښار په يوه انتخاباتي حوزه کې خپله رايه وکاروله. په سوونو پلويانو يې ورته د شنه سهار راهيسې انتظار ايستلی و. په هېواد کې دننه او بهر کې دا اندېښنه موجوده ده، چې پوځ به د سوچي ګوند د بريا په صورت کې څرنګه غبرګون ښکاره کوي. ولسمشر تاين ساين ټينګار وکړ چې دی او نور جنرالان به «د انتخاباتو پايلو ته احترام» ولري، خو دا په دې معنی نه ده چې «د هغه تر شا ولاړ کسان به هم غاړه کښېږدي.»

ګڼ شمېر ديپلوماتيکي استازو پر ولس باندې غږ وکړ چې دموکراتو پرينسيپونو او اصولو ته دې په درنه سترګه وګوري. د آلمان سفير، کريستيان لودويګ وېبرلورچ په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: «د نن مخالفين کېدای شي د سبا ملګري جوړ شي.»

په بهر کې د رايه ورکوونې بهير ګډوډ و

سوچي خپله او د هغې پلويان په انتخاباتو کې د درغليو څخه اندېښنه لري. د دوی په خبره اوس لا داسې نښې نښانې شته چې ټاکنې به آزادې او برابرې تر سره نه شي، چې يوه بېلګه يې په خارج کې د ميانمار د اتباعو د رايې ورکونې د بهير بې نظمي ده. دغه ټاکنې به د هېواد د راتلونکې له پاره ټاکونکی نقش ولري. نوی پارلمان به د راتلونکي کال په پيل کې نوی رئيس هم ولري. مېرمن سوچي خپله د پوځ له خوا طرح شوي اساسي قانون له مخې اجازه نه لري چې د دولت تر ټولو لوړې چوکۍ ته ځان کانديده کړي، ځکه چې د هغې خپلوان بهرنی تابعيت لري. خو دغه ۷۰ کلنه ښځه غواړي چې د حکومت مشري پر غاړه واخلي او يوازې هغه يو ولسمشر ومني، چې د هغې د ګوند «له سياست سره په همغږۍ سره کار کوي.» دغې خبرې باندې هغې زيات ټينګار وکړ.