د مونشن د پښي په تړاو وروستي معلومات څه دي؟
۱۳۹۵ مرداد ۲, شنبه
څه پېښ سول؟
د آلمان په وخت د ماښام شپږو بجو ته نژدې د مونشن په ښار کي و اولمپيا مارکېټ ته نژدې ډزي وسوې. د پوليسو د وياند په وينا ډزي د مېکډونالډ نومي ريستورانت څنګ ته وسوې چي تقريبا په ځايي وخت د ماښام ۵۲ بالا ۵ بجې وې. د پوليسو په وينا وروسته دغه ډزي نورو کوڅو ته انتقال سوې.
د ډزو وروسته بريدګر و نژدې واقع لوی مارکېټ اولمپيا ته ننوتل او هلته هم ډزي وسوې. په دغه مارکېټ کي ۱۳۵ دکانونه دي او د مونشن ښار په لويو مارکيټونو کي شمېرل کيږي. دغه مارکېټ د مونشن به شمال کي د موساخ په ناحيه کي واقع دی. دغه سيمي ته نژدې د اوسېدنې سيمه او د اولمپیا لوی لوبغالی هم واقع دی.
ايا قربانيان سته؟
د پوليسو د معلوماتو له مخي په دغه بريد کي تر اوسه ۹ انسانان وژل سوي او تر ۲۱ زيات نور ژوبل سوي دي. په وژل سوو کي د يو کس په هکله فکر کيږي چي ښايي د بريدګرو څخه يو ؤ. د پوليسو په وينا د ډزو شاهدان تقريبا ۱۰۰ کسان دي چي اوس يې د ځانګړو مرستندويه ډلو له خوا مراقبت کيږي.
ايا د بريد لاملونه معلوم دي؟
دا چي دغه بريد چا او ولي تر سره کړی دی، په هکله يې تر اوسه هيڅ معلومات نسته. د ډزو د خبرونود خپرېدو څخه سمدستي وروسته پوليسو ويلي ول چي دا يو «وسله وال بريد» دی. خو وروسته يې وويل چي د دې امکان هم سته چي دا دي يو «ترهګر بريد» وي.
د وسله وال بريد او د ترهګر بريد د لغتونو تر منځ فرق د پوليسو د کړنلاري له پاره مهم دی. امنيتي چارواکي وايي چي په دوو بيلو مواردو کي هغوی بيا د عمل له پاره دوې بېلي تګلاري او پلان لري.
د آلمان د صدراعظمې د دفتر رئيس و اې آر ډي تلويزيون ته په مرکه کي وويل چي حکومت هيڅ تيوري هم اوس نه ردوي او دا چي د دغه بريد تر شا د نورو امکاناتو تر څنګ د اسلامستي توندلاريتوب امکان هم موجود دی.
د بريدګرو په تړاو څه معلومات سته؟
پوليس ووايي چي بريد صرف د يو کس له خوا تر سره سوی ؤ. زیاته سوې چي د بريدګر مړی موندل سوی چي ځان يې په خپله وژلی دی. د دې څخه تر مخه داسي خبرونه ورکول سوي ول او داسي اټکلونه کېدل چي بريدګر ښايي تر يو څخه زيات وي.