1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مونشن د بريد په تړاو تدريجي خبرونه

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۵ مرداد ۱, جمعه

د آلمان په مونشن ښار کي د وسله والو له خوا په بريد کي انسانان وژل سوي او ژوبل سوي دي. بريد کوونکي په تېښته کي دي. د دغي پيښي په تړاو تدريجي خبرونه د آلمان ږغ پښتو څانګي پر وېب پاڼه لوستلای سئ.

https://p.dw.com/p/1JUXm
Deutschland Olympia Einkaufszentrum in München Hauptbahnhof Großeinsatz
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Widmann

د آلمان د بايرن ايالت په مونشن ښار کي وسله وال بريد مرګ ژوبله رامنځ ته کړې ده. د بعضو رسنيو د خبرونو له مخي په دغه بريد کي لږ تر لږه ۹ انسانان وژل سوي او يو شمېر نور ژوبل سوي دي. ښايي د مرګ ژوبلي دغه شمېرې وروسته تغير وخوري. تاسو د دغې پيښي په تړاو د وروستيو خبرونو مهم ټکي د انځورونو تر لاندني البوم لاندي په ژوندۍ بڼه زموږ په لاندني تدريجي خبرونو کي لوستلای سئ:

وياند: د نه وتلو خبرداری پای ته ورسېد
۰۱:۴۷ بجې ـ د جولای ۲۳مه نېټه، جمعه، ځايي وخت نيمه شپه


د پوليسو وياند توماس باومان وويل: «څنګه چي اوس معلوميږي، بريدګر به رشتيا هم يوازي ؤ. خو د هغه د هويت په تړاو لا تر اوسه څه نه سم ويلای.» د پوليسو د دغه وياند په وينا د کورونو څخه د نه وتلو خبرداری هم نور ليري کړل سوی دی.

+++

«لس کسان وژل سوي»
۰۱:۴۲ بجې ـ د جولای ۲۳مه نېټه، جمعه، ځايي وخت نيمه شپه


د وژل سوو شمېر لسو ته جګ سوی دی. پوليسو ويلي چي بريدګر لږ تر لږه ۹ انسانان ووژل او وروسته يې ځان وواژه. پوليسو ويلي چي بريدګر يوازي دغه بريد تر سره کړی.

+++

پوليس: د احتمالي بريدګر مړی مو وموند
۰۱:۳۹ بجې ـ د جولای ۲۳مه نېټه، جمعه، ځايي وخت نيمه شپه


د مونشن پوليسو په محتاطانه توګه سره د مونشن د بريد د قضيې د پای ته رسېدلو اشاره ورکړې ده. پوليسو ويلي چي د خپلو عملياتو په ترڅ کي يې د احتمالي بريدګر مړی موندلی چي ځان يې پخپله وژلی دی. د پوليسو په وينا اټکل کوي چي بريدګر په يوازي سر دغه عمل کړی.

+++

رايټرز خبري آژانس: د مړو شمېر ۱۰ ته جګ سو
۰۱:۲۵ بجې ـ د جولای ۲۳مه نېټه، جمعه، ځايي وخت نيمه شپه


د رايټرز خبري آژانس خبر ورکړی چي په مونشن کي په بريد کي د وژل سوو کسانو شمېر ۱۰ ته جګ سوی دی. د ياد آژانس په وينا دا د هغه وروسته چي يو بل ژوبل کس ساه ورکړه.

+++


پوليس: ۲۱ انسانان ژوبل سوي دي
۰۱:۰۹ بجې ـ د جولای ۲۳مه نېټه، جمعه، ځايي وخت نيمه شپه


د مونشن د پوليسو په وينا د ژوبل سوو کسانو په شمېر کي زياتوالی راغلی دی. د پوليسو وياند مارکوس دا ګلوريا مارتينز وويل چي مرستندويو ډلو ۲۱ ژوبل سوي کسان شمېرلي دي.

+++

«پوليسو د بريدګرو موټر موندلی دی»
۱۲:۵۵ بجې ـ د جولای ۲۳مه نېټه، جمعه، ځايي وخت نيمه شپه

د «فوکس» مجلې د راپور له مخي د بريدګرو احتمالي موټر چي د فولکس واګون د کمپنۍ دی، د پوليسو له خوا موندل سوی او کش کړل سوی دی.

+++

د آلمان د کورنيو چارو وزير به نن مونشن ته ورسيږي

۱۲:۴۹ بجې ـ د جولای ۲۳مه نېټه، جمعه، ځايي وخت نيمه شپه

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزېر د امريکا له سفر څخه بېرته المان ته راګرځي. هغه به د شنبې په ورځ و مونشن ته ورسيږي.

+++

«بريدګرو د بريد پر وخت د خلکو پر سرونو ډزي کوې»
۱۲:۴۸ بجې ـ د جولای ۲۳مه نېټه، جمعه، ځايي وخت نيمه شپه

د مونشن د ټي زېډ په نوم ورځپاڼی د راپور له مخي تر يو څخه زيات بريدګرو د بريد پر وخت د خلکو پر سرونو نښانه نېوله او د هغوی سرونه يې په نخښه کول. د ورځپاڼي د راپور له مخي دا د وژل سوو کسانو د لګېدلو مرميو د زخمونو څخه څرګنديږي.

+++

احتمالا ۲۰ انسانان ژوبل سوي

۱۱:۴۲ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت نيمه شپه

د آلمان د اې ار ډي تلويزيون خبريال اوليفر بېنډيکسن د دغه تلويزيون خبري خپرونې ته وويل چي په بريد کي احتمالا ۲۰ انسانان ژوبل سوي دي.


+++

پوليس: تر ۱۰۰ څخه زيات انسانان د بريد شاهدان سوي

۱۱:۳۳ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت نيمه شپه

د پوليسو په وينا تر ۱۰۰ څخه زيات انسانان د دغه وسله وال بريد شاهدان سوي چي اوس د ځانګړي بېړنۍ مرستندويه ډلې له خوا يې مراقبت کيږي.


+++


د ورځپاڼي و دفتر ته نژدې د ډزو تبادله
۱۱:۲۹ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت نيمه شپه


د مونشن د آبنډ ورځپاڼي و دفتر ته نژدې د ډزو د تبادلې خبرونه رسېدلي دي. د دغو په تړاو تفصيلات لا نه دي څرګند. د دغې ورځپاڼی همکارانو پر ټويټر پاڼه ليکلي چي پوليسو خوندي ځايونو ته انتقال کړي دي.

+++


پوليس: د وژل سوو شمېر ۸ ته جګ سو

۱۰:۲۹ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت ماخستن


د مونشن پوليسو پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي: «يو غمګين خبر: د وژل سوو شمېر و ۸ ته جګ سو».

+++


نړيوال غبرګونونه
۱۰:۱۸ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت ماخستن


د مونشن بريد په نړيواله توګه د خواښينۍ او اندېښنو غبرګونونه رامنځ ته کړي دي. په دې ترڅ کي د امریکا د متحده ايالتو ولسمشر باراک اوباما آلمان ته د اړتيا په صورت کي د هر ډول اړيني مرستي او ملاتړ رسولو ډاډ ورکړی دی. د بريتانيې د بهرنيو چار وزير بوريس جانسن د «ژوره خواښيني» څرګنده کړې او ويلي يې دي چي فکر او غمشريکي يې د قربانيانو د کورنيو سره دی. د فرانسې ولسمشر باراک اوباما صدراعظمې انګېلا مېرکل ته د «شخصي ملاتړ پيغام» لېږلی دی.

+++

د لادرکه سوو کسانو د خپلوانو له پاره معلوماتي تليفون شمېره اعلان سوه
۹:۵۲ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت ماخستن

د آلمان «آبنډ څايټونګ» او «زيوډ ډويچه څايټونګ» نومو ورځپاڼو پر خپلو انټرنټ پاڼو ليکلي چي د مونشن په بريد کي د وژل سوو کسانو شمېر ۷ ته جګ سوی دی.

+++

پوليس: لطفا پر افواو او فرضي معلوماتو بحثونو مه کوئ

۹:۴۴ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت ماخستن


د بريد د خبر د خپرېدو څخه څو دقيقې وروسته پر انټرنټ د بيلا بيلو اوازو د خپرېدو پېل وسو. خو د مونشن پوليسو پر خپله ټويټر پاڼه له ټولو خلکو هيله کړې چي پر انټرنټ دي د بريد په تړاو له هر ډول فرضي او هوايي بحثونو څخه صرف نظر وکړي.


+++

پوليس: د بريد د اسلامستي لاملونو هيڅ شواهد نسته
۹:۳۸ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت ماخستن

پوليس وايي چي تر اوسه يې هيڅ داسي شواهد نه دي موندلي چي د مونشن د بريد تر شا دي د توندلاري اسلامستانو لاس وي.

+++

پوليس: شپږ انسانان وژل سوي
۹:۳۱ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت ماخستن

پوليسو وايي چي د مونشن په وسله وال بريد کي د وژل سوو انسانانو شمېر و ۶ ته جګ سوی دی.

+++

پوليس: نور وسله وال بريدونه نه دي سوي
۹:۳۰ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت ماخستن

د پوليسو په وينا د اولمپيا سرپټي مارکېټ تر څنګ د مونشن ښار په نورو سيمو کي د بريدونو پيښي نه دي رامنځ ته سوي. د پوليسو وياند ويلي چي دا چي د ښار په مينځ کي په شټاخوس سيمه کي د انسانانو تر منځ د وارخطايي د رامنځ ته کېدو لامل څه شی ؤ، لا نه ده څرګنده.

+++

د مونشن هوايي دګر کار عادي روان دي
۹:۰۹ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت ماخستن

د آلمان د مونشن هوايي ډګر په ښار کي د وسله وال بريد باوجوده خپل کار ته په عادي توګه ادامه ورکړې ده. دا خبره د دغه هوايي ډګر وياند کړې. خو زياته کړې يې ده چي دغه حالت ډېر ژر تغير خوړلای سي.

+++

څه پېښ سوي؟ لنډه بڼه
۸:۵۰ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت ماخستن

د آلمان د بايرن ايالت مونشن په اولمپيا مال يا سرپټي لوی بازار کي د آلمان په ځايي وخت ډزي وسوې. په دغو ډزو کي انسانانو ته مرګ ژوبله اوښتې چي د BR رسنۍ د خبر له مخي پکښي ۶ انسانان وژل سوي دي. پوليسو د خپل ټول قوت او امکاتو په کار اچولو سره د بريد سيمي ته رسېدلي او د تښتېدلو بريدګرو تلاښ کوي. په عيني کال کي پوليسو ويلي چي «د ترهګرۍ سخت ګواښ» موجود دی او د دغه ښار پر اوسېدونکو يې ږغ کړی دی چي په خپلو کورونو کي پاته سي او د ښار لويو ځايونو ته له تلو دي ډه ډه وکړي. په دې ترڅ کي د ښار عامه ترانسپورت درول سوی دی. پر روغتونو ږغ سوی دی چي اضطراري ژوبل سوو کسانو ته دي د تيارسی په حال کي واوسي. د مونشن د ښار امنتي چارواکو يوه بېړنۍ غونډه رابللې ده.

+++

پوليس: «د ترهګرۍ سخت ګواښ»
۸:۴۶ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت ماخستن

دمګړی پوليس په ټول ښار کي «د ترهګرۍ د سخت ګواښ» څخه خبره کوي. د BR رسنۍ د خبر له مخي په دغه وسله وال بريد کي ۶ انسانان وژل سوي دي.

+++

پوليس: وسله والو توپکان درلودل
۸:۴۳ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت ماخستن

د پيښي عيني شاندانو ويلي چي وسله والو د ځان سره اوږده توپکان درلودل. پر انټرنټ داسي انځوريز مواد خپاره سوي چي ادعا کيږي چي پکښي وسله وال ښودل کيږي.

+++

د پيښي لاملونه لا نه دي څرګند
۸:۲۵ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت ماخستن

تر اوسه لا نه ده څرګنده چي ايا دغه وسله وال بريد يو ترهګر بريد دی که څنګه. په لومړي سر کي پوليسو د يو «وسله وال بريد» څخه خبره وکړه. خو د امنيتي چارواکو د رسنيو دفتر ويلي چي د «ترهګرۍ شک» هم سته.
د بريد سيمي ته په لوی تعداد امنيتي چارواکي لېږدول سوي دي
د بريد سيمي ته په لوی تعداد امنيتي چارواکي لېږدول سوي ديانځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

۸:۲۰ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت ماخستن

د بايرن ايالت د ايالتي پلازمېني مونشن چارواکو د «وسله وال بريد» له کبله په دغه ښار کي «غېرعادي حالت» اعلان کړ. پر ولسي خلکو د کات وارن په نوم د موبايل تليفونونو د پروګرام په مرسته ږغ سوی چي له خپلو کورونو څخه دي نه وځي.

+++

۸:۰۲ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت ماخستن

د مونشن پوليسو په انګليسي، فرانسوي او آلماني ژبو پر ټويټر پاڼه وليکل چي د مونش اوسېدونکي دي په کورونو کي پاته سي او دا چي د وسله وال بريد وروسته وضعه نامعلومه ده.

+++

۷:۱۵ بجې ـ د جولای ۲۲مه نېټه، جمعه، ځايي وخت ماخستن

پوليسو پر خپله ټويټر پاڼه په مونشن کي پر اوسېدونکو انسانانو ږغ وکړ چي د اولمپيا مال يا سرپټي بازار څخه دي ليري پاته سي.

رايټرز خبري آژانس: د مړو شمېر ۱۰ ته جګ سو
۰۱:۲۵ بجې ـ د جولای ۲۳مه نېټه، جمعه، ځايي وخت نيمه شپه


د رايټرز خبري آژانس خبر ورکړی چي په مونشن کي په بريد کي د وژل سوو کسانو شمېر ۱۰ ته جګ سوی دی. د ياد آژانس په وينا دا د هغه وروسته چي يو بل ژوبل کس ساه ورکړه.

+++