د مونشن د المپیک لوبو یادون وشو
۱۳۹۱ شهریور ۱۵, چهارشنبهاعلان
د المان د مونشن په ښار کې له نن څخه د ۴۰ کاله مخکې المپیک د لوبو په ترڅ کې د یرغمل نیونې د یوې خونړۍ پېښي څخه یادونه کیږي. د ۱۹۷۲ کال د سپتمبر پر پنځمه نېټه فلسطینی ترهګرو د اسرائیلو د المپیک د تیم غړي له دې کبله یرغمل ونیول چې په اسراییلو کی د هغو بندیان آزاد کړي.
بلاخره آلماني چارواکو د پوځي الوتکو په مرسته د فیورستن فیلد بروک په سیمه کې، دغې خونړۍ پېښي ته خاتمه ورکړه. په دغه پېښه کی ټول یرغملی نیول شوي کسان، یو المانۍ پولیس او پنځه تنه ترهګر ووژل سول.