1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مونشن امنيتي کنفرانس پرانيستل سو

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۱۲, شنبه

د مونشن پنځوسم امنيتي کنفرانس د آلمان د جمهور رييس يوآخيم ګاوک په وينا پرانيستل سو. په دغه کنفرانس کي به په اوکراين کي د قدرت پر سر مبارزه، د سوريې کورنی جنګ، د ايران اټومي پروګرام او منځنی ختيځ د بحث مهمي موضوګاني وي.

https://p.dw.com/p/1B1AY
انځور: picture-alliance/dpa

د مونشن امنيتي کنفرانس چي د جمعې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۳۱) پيل سو، پکښې۲۰ تنه د دولت مشران، ۵۰ تنه د بهرنيو چارو وزيران او د نړۍ له بېلابېلو هيوادونو څخه نزدې ۹۰ استازي حضور لري. د آلمان جمهور رييس يوآخيم ګاوک د دغه کنفرانس د پرانيستلو پرمهال په خپله وينا کي وويل چي هيواد يې بايد د نړۍ د کړکېچونو په حلولو کي زيات رول ولري.

د مونشن پنځوسم امنيتي کنفرانس به تر يکشنبې ورځي (۲۰۱۴ کال د فيبرورۍ ۲) پوري دوام ولري. د دغه کنفرانس په لويو او کوچنيو غونډو کي د نړۍ تر ټولو مهم مسايل څېړل کيږي. د سږکال په کنفرانس کي د ايران اټومي پروګرام، د سوريې کورنۍ جګړه، د اوکراين بحراني وضعيت او د امريکا د ملي امنيت ادارې د څارنی پروګرام په اړه بحثونه کيږي.

د مونشن کنفرانس مهمي ليدني کتني

Vitali Klitschko / München / Ukraine / Sicherheitskonferenz
انځور: Reuters

د آلمان د خبري آژانس د راپور له مخي، په پلان کي ده چي د بوکس پخوانی نړيوال اتل او د اوکراين د اپوزيسيون يو مخکښ، ويتالي کليتچکو به د دغه کنفرانس په حاشيه کي د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له وزير جان کيري سره ليده کاته او خبري اتري ولري.

په دغه کنفرانس کي به د امريکا د ملي امنيت ادارې له خوا د تليفونو د څارني پروګرام په اړه په بحثونو کي د امریکا له اړخه د دغه هيواد د ملي امنيت مشاوره سوزان رايس او د دفاع وزير چاک هېګل ګډون ولري.

د ايران د «ايسنا» خبري آژانس په حواله په پلان کي ده چي د دغه کنفرانس په حاشيه کي د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف، د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو له مسوولي کاترين اشتون او نورو سياستوالو سره ليده کاته ولري.

له څو لکونو راهيسي د مونشن په امنيتي کنفرانس کي چي په کال کي یو وار ترسره کيږي افغانستان هم ګډون کوي.

په ۲۰۱۱ مېلادي کال کي په دغه کنفرانس کي افغان ولسمشر حامد کرزي هم ګډون کړی وو او د دغه کنفرانس يوه مهمه موضوع افغانستان وه.