د مونتينگرو صدراعظم بيا هم جوکانويچ وټاکل سو
۱۳۹۱ آذر ۱۵, چهارشنبهاعلان
په مونتینګرو کښي صدراعظم میلو جوکانویچ یووار بیا پرخپله دنده باندي ټاکل سوی دی. په پودګوریچا کښي پارلمان دی د اوم وار له پاره د صدراعظم په حیث اتنتخاب کړی دی. دغه۵۰ کلن خپله مهمه وظیفه له اختلاس او اداري فساد سره مبارزه اعلان کړه. په عین حال کښي ده وعده ورکړه چي په اروپايي ټولنه کښي به د مونتینګرو د ورشاملیدو کوښښ وکړي. یوکانویچ له ډیموکراتانو، سوسیالستانو او نورو کوچنیو ګوندو سره په پارلمان کښي ائتلاف جوړ کړی دی.