1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مومندو په قبايلي سيمه کي د بمي چادوني يوعيني شاهد څه وايي:

۱۳۸۹ تیر ۱۹, شنبه

آزاد ژونالست مدثر شاه آلمان غږ راډويو ته وويل: « په مومند قبايلي سيمه کي د يکه غونډۍ په ښارگوټي کي چه څه د پاسه 1000 تنه خلک د طالبانو پر خلاف د لشکر جوړولو لپاره را ټول سوي ؤ، يوي سختي چادوني لږ تر لږ ۱۳۴ کسان ووژل.»

https://p.dw.com/p/OG17
قبايلي خلک د جمعي د ورحي د سختي چادوني څخه وروسته تر ورانيو لاندي د ژوندي پاتي شوو او مړو پسي لټون کوي
قبايلي خلک د جمعي د ورحي د سختي چادوني څخه وروسته تر ورانيو لاندي د ژوندي پاتي شوو او مړو پسي لټون کويانځور: AP

د جمعې په ورځ د پاکستان په مومند قبايلي سيمه کي د يکه غونډۍ په ښارگوټي کي يوې چاودنې سخته مرگ ژوبله واړوله. د خبرونو له مخې د سيمي خلک راټول سوي وه چي د طالبانو په وړاندي د مبارزې لپاره يو لښکر جوړ کړي چي په دې وخت کي يوه سخته چاودنه وسوه او د شاوخوا گڼ شمېر ودانۍ يې ونړولې.

آزاد ژورنالست مدثر شاه چي دغې سيمي ته ورغلي د المان ږغ راډيو ته يې وويل چي گمان کيږي چي دغه يو ځانمرگي بريد نه ؤ:

« که څوک د چاودنې ځاي ته وگوري نو ورته څرگنديږي چي دغه د يوه ځانمرگي بريد کار نه ؤ بلکه داسي معلوميږي چي هلته د چاودېدونکو توکو ډک يو موټر ولاړ ؤ چي وروسته چاودېدلي دي. او دا هم ممکنه ده چي د غونډې د پېل څخه تر مخه د غونډې په ځاي کي زيات چاودېدونکي مواد پټ کړل سوي وه.»

مدثرشاه زياته کړه چي که له يوې خوا په سلگونو انسانان راټول سوي وه چي د لښکر د جوړولو پر سر خبري وکړي نو له بلې خوا و معذوره کسانو ته څرخي چوکۍ وېشل کېدلې چي ورته گڼ شمېر کسان راټول سوي وه. د نوموړي په وينا د غونډې و ځاي ته نژدې اوسېدونکي گڼ شمېر کسان هم و سيل ته راغلي وه کله چي دغه چاودنه وسوه.

آزاد ژورنالست وويل په خپله مرکه کي وويل: « د غونډې ځاي ته نژدې د پوليټيکل اېجنټ دفتر او د سيمي زندان هم سته. ډېر کسان د پوليټيکل اېجنټ سره د ليدلو لپاره راغلي وه او په انتظار وه کله چي دغه چاودنه وسوه.»

د چاودنې وروسته په سيمه کي سخته وېره رامنځ ته سوېده او خلک ځان ډاډه نه احساسوي. د چادونې د ځاي څخه چيري چي زياتي ودانۍ راپرېوتلي دي په تېرو 24 ساعتونو کي گڼ شمېر مړي را ايستل سوي دي چي پکښي د گاونډي کورونو اوسېدونکي او د دُکانونو مالکان شامله دي. د مدثرشاه په وينا د وژل سوؤ کسانو او ژوبلو دقيقه شمېر لا ندي څرگنده:

« د وژل سوؤ کسانو د شمېرو په هکله بېلا بېل معلومات سته. د پاکستان حکومت او رسنۍ اوس د 102 وژل سوؤ کسانو خبره کوي خو د سيمي خلک وايي چي تر 134 څخه زيات انسانان وژل سوي دي. د دې تر څنگ گڼ شمېر هغه سخت ژوبل سوي کسان چي روغتونونو ته وړل سوي وه هم د خپلو ټپونو څخه مړه سوي دي.»

مدثر شاه وايي چي د مومنداجينسۍ طالبانو د پيښي پړه په غاړه اخيستې ده. د نوموړي په وينا که داسي نه واي سوي هم پر طالبانو د بريد شک کېدي:

« دا لومړي ځل ندي چي طالبان د دوي پر خلاف د لښکر جوړونې پر غونډو بريد کوي. که طالبانو د اوسنۍ پيښي پړه په غاړه هم نه واي اخيستې ښايي پر دوي شک سوي واي.»

د يوې پوښتنې په ځواب کي مدثرشاه وويل چي د لښکر د غونډېدو په ځاي کي هغسي امنيتي تدابير نه وه نيول سوي لکه چي ورته اړتيا وه. د نوموړي په وينا بايد د تيرو پيښو څخه د زدکړې په ترڅ کي ددې واري زيات امنيت نيول سوي واي. دي زياتوي چي د بيري له وجې اوس د سيمي خلک د لښکر نوم لا په خوله نه اخلي.

احمد ولي اڅکزي

کتونکي: عبدالباري حکيم