د موتسارت د ټاټوبې ښکلې طبیعت
زالسبورگ (Salzburg)د اتریش څلورم لوې ښار او د زالسبورگ ایالت مرکز دی چې د دغه هیواد په لویدیځ کې پروت دی. په دې انځوریز رپوټ کې چې د مهرداد خلیلي له خوا چمتو شوی تاسې کولای شئ د دغه ښار د ښکلاء ننداره وکړئ.
دا ایالت د کال په ټولو فصلونو کې معتدله آب و هوا او ښکلې طبیعت لري، له همدې امله هر کال دغه ایالت د نړۍ له مختلفو برخو څخه د په میلیونو سیلانیانو کوربه وي.
د زالسبورگ ښار د مشهور موسیقي غږونکي ولفگنگ آیادئوس موتسارت د زیږیدو ځای دی. موتسارت د خپل ژوند په لنډه دوره کې تر شپږ سوو ډیر د موسیقې قطعې جوړ کړي دي.
د زالسبورگ په ښار کې هر کال د موسیقۍ یو لوې فیستیوال جوړیږي.
د نړۍ په مختلفو برخو کې ۱۰ ښارونه د زالسبورگ سره د کلتوري او انساني اړیکو د همکارۍ یو تړون لري.
د آلمان د درسدن ښار یو له هغو ښارونو څخه دی چې د زالسبورگ له ښار سره د کلتوري او انساني اړیکو تړون لري.
زالسبورگ د هغه پوهنتون ښار دی چې د آلپ غرونو په لمن کې پورت دی.
زالسبورگ د اتریش څلورم لوې ښار او د ډیر ښکلې طبيعت او آب و هوا درلودونکی دی.
انځورونه
1 | 7انځورونه