د مهندس ليبسکيند د ۷۰مې کاليزې په پلمه د هغه شهکارونه په انځورونو کې
د هغه ودانۍ په نړۍ کې ډېر شهرت لري. په برلين کې د يهودي موزيم نيولې تر «ګراوند زيرو» او «کُردستان موزيمه» پورې، چې په عراق کې جوړېدونکی دی انځورونه ووينئ.
يهودي موزيم
په دې ودانۍ سره ليبسکيند نړيوال شهرت خپل کړ: په ۲۰۰۱ کال کې د برلين يهودي موزيم پرانيستل شو، چې نن د سيالانيانو له پاره ډېر اهميت لري. د ودانۍ موضوع څرګنده ده. هغه په سمبوليک ډول هغه درز او تور داغ په ګوته کوي چې د يهودانو ډله يزې وژنې د آلمان په تاريخ کې راوستې ده.
د درېسدن پوځي تاريخي موزيم
دغه ودانۍ هم د ليبسکيند ده او د آلمان پوځ د پوځي تاريخ موزيم دی. په هغه کې د تاريخي تاوتريخوالي موضوع مطرح شوې ده. د موزيم ليدونکي هم د تاوتريخوالی په برخه کې له خپلو احساساتو سره مخامخيږي.
له زړو دودونو سره شلون
د سلاح کوټ عمومي ودانۍ د ۱۹ پېړۍ له دويمې نيمايي څخه ده. دغه ودانۍ ورغول او په ۲۰۱۱ کال کې د ليبسکيند له خوا پرانيستل شوه. په دغه ودانۍ کې هم درز راوستل شو. دغه درز د تاريخ له دوديزې ښوونې سره شلون ترسيموي او د ۱۹۴۵ کال په فبرورۍ کې د درېسدن ښار بمبارېدو ته هم اشاره ده.
د «امپريال وار» موزيم
د بريتانيې په مانچستر ښار کې هم ليبسکيند د جنګ يو موزيم جوړ کړی دی.
ګراوند زيرو
ليبسکيند د ټکان ورکوونکو پېښو د يادون په غرض د ودانيو د آبادولو استاذ دی. د امريکا متحدو آيالاتو د يولسم سپتمبر د پېښې د ځای «ګراوند زيرو» له پاره هم نوموړي مهندس د نوې ودانۍ طرحه جوړه کړې ده. ليبسکيند خپله په نيو يارک کې ژوند کوي.
وان ورلډ سوداګريز مرکز
وروسته د «وان ورلډ» يا يوې نړۍ سوداګريز مرکز جوړ شو چې د ليبسکيند له طرحې سره ډېر توپير لري. د شخړي اصلي ټکي د طرحې، استفادي او د نيو ټايمز ورځپاڼې په حواله د ليبسکيند د معاش په هکله هم کړکېچونه ول. د ليبسکيند هغه طرحه بيا هم عملي شوه چې د شپږ هکټاره لويې ساحې د پاره يې رامنځ ته کړې وه.
يو بله ودانۍ
دا د ليبسکيند يوه بله بې سارې ودانۍ ده. ليبسکيند په ۱۹۴۶ کال کې په پولنډ کې زېږېدلی او د امريکا متحده آيالاتو يو وتلی مهندس دی. د هغه ټولې ودانۍ په نړۍ کې ډېر شهرت لري.