«د مهاجرینو پیچلي د پناه غوښتنې او چټکې پریکړې»
۱۳۹۶ تیر ۲۶, دوشنبهد «نورنبرګر ناخریشتن» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې د ادارې یا «بامف» د پریکړې مرکز په اصطلاح د پیچلو هیوادونو لکه افغانستان، سومالیا او نیاجیریا هیوادونو د مهاجرینو پر دوسیو پریکړې کړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې چې دغه راز کارونه د آلمان د فدرال حکومت او د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې د ادارې یا «بامف» د څرګندونو خلاف دی. رپوټ وايي چې د آلمان حکومت او یادې ادارې تر دې مخکې ویلي وو چې د «پریکړو دغه مرکزونه» د سوریايي او عراقي مهاجرینو د ساده دوسیو د څیړنو له پاره رامنځته شوی. دا په داسې حال کې ده چې د دې برعکس د افغان مهاجرینو دوسیې ډیرې پیچلي ګڼل کیږي او اوسمهال په آلمان کې د افغان مهاجرینو د منل کیدو کچه هم ۵۵.۸ سلنه ده.
د «پریکړو په دې مرکزونو» کې د پناه غوښتنو د هغو دوسیو په هکله پریکړې کیږي چې د یو مهاجر مصاحبه تر مخه په بل ځاې کې شوي وي. د دې مرکز پریکړه کوونکي د یو مهاجر سره هیڅ راز مخامخ اړیکې او ارتباط هم نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په دې مرکزونو کې د کم تجربه لرونکو کارکوونکو په هکله رپوټونه خپاره شوي وو.
د دې سربیره ویل شوي چې د دې دوسیو له ډلې څخه ګڼ شمیر یې د مصاحبه کوونکي او د پریکړه کوونکي کس لخوا په ګډه ارزول او په هکله یې پریکړې شوي.
د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخو د ګوند د داخلي سیاست ویاندې، اوله یلپکه د افغان مهاجرینو د هغو دوسیو پریکړو ته په اشاره چې پریکړه کوونکی کس پناه غوښتنونکي افغان مهاجر نه ویني، د «شرم وړ» کار ګڼلی دی. نوموړې همدا راز وویل چې په دې ترتیب سره د خپل سرو پریکړو له پاره دروازې پرانیستل شوي دي.
آغلې یلپکه همدا راز وايي چې د دې پرځای چې دغه راز پیچلي دوسیې په سمه توګه وارزول شي، دوی د بیروکراسي په سیستم کې اچول کیږي چې د یو لړ معیاري کړنو په اساس رامنځته شوی او زیاتوي چې د دې بیروکراسی هدف دا دی چې د دوسیو په هکله په چټکۍ سره پریکړه وشي.