1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرینو په استوګنځاې کې نښتې

۱۳۹۴ آذر ۸, یکشنبه

د پولیسو د ځینو سرچینو پر حواله د برلین په لودیز کې د اشپانداو په سیمه کې د مهاجرین په یو استوګنځاې کې نښتو له کبله څو کسان زخمي شوي دي. په دې اخ و ډب کې ښکیل کسان نیول شوي دی.

https://p.dw.com/p/1HEKK
انځور: Reuters/Michaela Rehle

د برلین په لودیز کې د مهاجرو په یو استوګنځاې کې د مهاجرو تر منځ سختې نښتې شوي دي. د دې استوګنځاې اموالو او اجناسو ته هم په دې نښتو کې ضرر رسیدلی دی.

ویل کیږي چې د نښتو له کبله د راپورته شوې خاورې او دود د دې لامل شوی چې شاوخوا ۵۰۰کسان خپل استوګنځاې څخه بهر شي.

د حالاتو کابو کولو له پاره ۸۰تنه پولیس دې استوګنځاې کې توظیف شوي دي او په دې اخ و ډب کې ښکیل کسان نیول شوي او د پولیسو له خوا تر پوښتنو لاندې دي. د دې پیښې لامل او د ښکیلو کسانو تابعیت په اړه لا تر اوسه معلومات نه دې نشر شوي.

همداراز د پولیسو په وینا د برلین په «فریدریشسهاین کرویتسبرګ» سیمه کې هم د یو ۱۷کلن او یو ۱۸کلن ځوانانو ترمنځ نښتې شوي چې یو کس یې زخمي شوی او روغتون ته انتقال شوی دی. اوسمهال په دې پیښه کې ښکیل ۱۸کلن ځوان د پولیسو په توقیف کې دی.

بل پلو، د «بیلد ام زونتاګ» مجلې پر غوښتنه د یو انیستیتوت له خوا یوه ټولپوښتنه تر سره شوې ده. په دې ټولپوښتنه کې ۴۰سلنه کسانو چې د مهاجرت سابقه لري د آلمان د مهاجرت تګلارې سره خپل مخالفت ښودلی دی او ویلي يې دي چې د آلمان فدرال حکومت باید تر دې ډیر مهاجر په آلمان کې و نه مني. همداراز د آلمان ۴۵سلنه اصلي اوسیدونکو هم د مهاجرو له منلو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

د دې ټولپوښتنې پر بڼسټ حتې ۲۴سلنه مهاجرو چې په آلمان کې اوسیږي هم په دې هیواد کې یې د مهاجرو له منلو سره مخالفت ښودلی او ویلي يې دي چې آلمان باید نور هیڅ مهاجر و نه مني. همداراز بیا اته سلنه مهاجرو ویلي دي چې آلمان باید نور مهاجر هم ومني.

۲۳سلنه نورو پوښتل شوي کسانو چې درې سلنه یې د مهاجرت سابقه لري ویلي دي چې آلمان باید اوسني مهاجر ومني ښو د نورو مهاجر له راتګ څخه دې مخنیوی وکړي.

په آلمان کې له هرو پنځو کسانو یو د مهاجرت سابقه لري.