د مهاجرو په برخه کې استرالیا ته د ورته سیاست نه هرکلی
۱۳۹۵ آبان ۱۷, دوشنبهد سوسیال دیموکرات ګوند مشر رالف شتګنر، آلمانۍ ورځپاڼې «دې ویلت» ته ویلي دي چې ګوند یې له دې سره موافق دی چې د قاچاق وړونکو مخه باید ونیول شې، او په دې اړه به یوازې هغه وړاندیزونه چې جدي وي، وڅیړي. هغه زیاته کړې ده: «خو پر دې سربیره موږ په اساسي قانون کې د پناه غوښتني د حق له مخې، غواړو چې هره پناه غوښتنه په انفرادي او قانوني توګه وڅیړل شي.»
تر دې مخکې د «ولت او زونتاګ» خبر ورکړی وو چې د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر، وړاندیز کړی وو چې له لیبیا څخه رسیدونکي کډوال دې د تونس یا مصر په څیر دریم هیواد ته واستول شي.
هغه ویلي ول چې دغه کسان بیا کولای شي چې په همدغو هیوادونو کې په اروپا کې د قبلیدو غوښتنه وکړي او د قبلیدو په صورت کې به هغوی بیا اروپا ته راوستل شي.
استرالیا له ډیر وخت راهسیې داسې یو سیاست پر مخ بيايي چې له مخې يې دغه هیواد ته په کښتیو کې رسیدونکي کډوال د نائورو او نوي پاپوا ګینه هیواد ټاپو ګانو ته استول کیږي.
د مسیحي دیموکرات ګوند د کورنیو چارو کارپوه ولفګنګ بسباخ، آلمانۍ «دې ویلت» ورځپاڼې ته ویلي دي چې که د دیمزیر وړاندیز ومنل شي، نو د پناه غوښتنې حق به له منځه ولاړ شي.
هغه زیاته کړې ده: «په هغه صورت کې به موږ یوازې هغو کسانو ته آلمان ته د راتلو اجازه ورکوو چې په آلمان کې یې د قبلیدو احتمال ډیر زیات وي.»
بسباخ زیات کړې ده چې د کډوال کلنی سرحد هم باید بیا وټاکل شي.
نور مطالب: