1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو په برخه کي له لوړو مصارفو څخه شکايت

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبه

د آلمان ایالتونه او ناحیې شکایت کوي چې د ماشوم کډوالو په لگښتونو کې د پام وړ ډېرښت راغلی دی. دوی وایې چې د بې سرپرسته او کم عمره ماشومانو مصارف تر اندازې ډیر لوړ دي.

https://p.dw.com/p/1Ipb8
انځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمان د ناحیو او ایالتونو د اتحادیې عمومي مشر گرد لنډزبیرگ، د سه شنبې په ورځ د «راینیشه پوسټ» ورځپاڼې ته ویلي دي:«د کم عمره او بې سرپرسته مهاجر ماشومانو لگښتونه تر اندازې ډیر لوړ دي».

د لنډز بیرگ په خبره په یوه میاشت کې پر هر یوه هغه ماشوم چې بې له مور پلار څخه آلمان ته مهاجر شوی او قانوني سن يې نه وي پوره کړی له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ يورو پوري مصرف رازي. نوموړی زیاتوي چې ناحیې باید په اوس وخت کې د ۶۵ زره ماشوم مهاجرو د لگښتونو له پاره شاوخوا ۲،۷ میلیارده يورو ورکړي.

لنډزبرگ وایې: «دا هیڅ دلیل نه شي کیدلای چې یو عادي مهاجر ماشوم ته دې هم باید، هغه شرایط برابر کړل شي چې له یوې حادثې سره مخامخ شوی مهاجر ماشوم یې باید ولري.»

نوموړي زیاته کړه: په دې توگه نو دې ته اړتیا نه شته چې یو ټولنیز کارکونکی دې ۲۴ ساعته د دوی په خدمت کې وي. هغه څه چې ورته ضرورت دی هغه د یوه کاري پروگرام طرحه جوړول دي، په ځانگړي توگه په ټولنه کې د زیر سن مهاجر ماشومانو د ادغام له پاره.

په عین وخت کې مالیه ورکوونکي ټولني بیا انتقاد کوي چې په مختلفو ایالتونو او ناحیو کې د مهاجرو د منلو او په ټولنه کې د مدغم کیدو لگښتونه یو له بل سره ډیر زیات توپير لري.

د مالیه ورکوونکو اتحادیې مشر راینه هولسناگل، د (فونک میډین گروپه) ورځپاڼې ته وویل چې دا د منلو وړ نه دی چې په دې برخه کې هیڅ رسمي ارقام وجود نه لري. مالیه ورکوونکي حق لري پوه شي چې د دوی پیسې په کوم ځای کې لگول کیږي. د دولت په هره کچه د مهاجرو د مصارفو په برخه کې باید شفافیت موجود وي.

په داخلي چارو کې د آلمان د مسیحي دیموکرات اتحاد گوند (CDU) د کمیټې مشر انسگار هیولینگ، په دې برخه کې د یوه نوي، بهتره او شفاف حساب ورکولو سیستم هیله لري.

هیولینگ، د (فونک میډین گروپه) ورځپاڼې ته وویل: «مهمه خبره دا ده چې موږ باید پوه شو چې څوک زموږ هیواد ته راغلی دی.» د روان کال له پیل راهیسې د مهاجرو د نوم ثبتولو په نوي سیستم کي د مهاجر د اوسیدو ځای هم مشخص شوی وي.

هیولینگ وایې که څه هم د کډوالو د دویم ځلي راجستر کیدلو ډیر لوړ شمیر نه دی موجود، بیا هم په هره میاشت کې د نوم ثبتوونکو شمیر آلمان ته د راتلونکو نوو پناه غوښتونکو له شمیر څخه معلومیږي.