1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو په بحران کي افغانان له پامه غورځول سوي

۱۳۹۴ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

د اروپايي اتحاديې او ترکيې په سرمشريزه کي د سوريې د مهاجرو په تړاو وړانديزونه وسول. خو داسي معلوميږي چي په دې تړاو افغان پناه غوښتونکي له پامه غورځول سوي دي.

https://p.dw.com/p/1I99S
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki

د افغانستان سره تړاو درلودونکي پناه غوښتونکي په اروپا کي د پناه تر لاسه کولو په برخه کي زيات امکانات نه لري. د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه د پناه ورکولو په برخه کي په زياته اندازه د سوريې مهاجرو ته پاملرنه کوي. دا په داسي حال کي چي په ترکيه کي د هغو افغان پناه غوښتونکو شمېر مخ په زياتېدو دی، چي غواړي د آژه سمندر له لاري و يونان ته ځان ورسوي.

په ترکيه کي اوس د سوريې د پڼاه غوښتونکو شمېر تقريبا ۲،۷ مليونه دی. له ترکيې څخه د اروپايي اتحاديې و غړو هيوادونو ته د دغو سوريايي پناه غوښتونکو د تلو د مخه نيولو له پاره د ترکيې او اروپايي اتحاديې په سرمشريزه کي غور و بحث وسو.

په دغه تناظر کي په ترکيه کي د سوريې د پناه غوښتونکو له پاره ځانګړي مرکزونه د جوړېدو په حال کي دي. په پام کي نيول سوې چي په دغو مراکزو کي د سوريې پناه غوښتونکو ته د روغتيايي خدماتو تر څنګ يو شمېر نوري آسانتياوي بابري کړل سي. په ترکيه کي د سوريې د مهاجرينو د ماشومانو له پاره د زدکړي آسانتياوي هم برابري سوي دي.

له بل اړخه په ترکيه کي موجوده افغان پناه غوښتونکي له دغو آسانتياؤ څخه بې برخي دي. مرستندويانو خبرداری ورکړی، چي که د ترکيې پر ساحلونو د پرتو افغان پناه غوښتونکو په وړاندي بې غوري ادامه ولري، نو ښايي د هغوی ژوند د ګواښ سره مخامخ سي.

د اروپا په پارلمان کي د ترکيې له پاره ځانګړي چارواکي کائی پري د رويټررز خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي چي د اروپايي اتحاديې توجه صرف د سوريې پر مهاجرو مرکوزه ده او نورو اړخونو ته پام نه کوي. دغه چارواکي ويلي چي که د سوريې د مهاجرو مسئله حل هم کړل سي، بيا به هم د مهاجرينو بحران پر ځای پاته وي، ولي چي د يو شمېر نورو هيوادونو د پناه غوښتونکو حقونه تر پښو لاندي کيږي.يو شمېر افغان پناه غوښتونکو و رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چي هغوی حتی د پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو د ټولني سره د مرکې څخه هم راګرځول کيږي. دا په داسي حال کي چي دغه ابتدايي انټرويو يا مرکه زيات وختونه د هغوی د ځای پر ځای کولو پر لار لومړی ګام ثابتيږي.

تېر کال و ترکيې ته د رسېدلو افغان پناه غوښتونکو شمېر تقريبا ۶۳ زره ؤ. خو په ۲۰۱۴ کال دغه شمېر صرف تر ۱۴ زرو پوري محدود ؤ. په ترکيه کي د افغان پناه غوښتونکو څخه يوه هم حکيمه رضايي ده. د څلورو ماشومانو دغه مور وايي چي غواړي له ترکيې څخه و يونان ته ولاړه سي.

Afghanische Flüchtlinge in Athen Griechenland
انځور: DW/R. Shirmohammadi

حکيمه رضايي وايي چي خپل څلور ماشومان يې تر مخه لا د نورو افغان کورنيو سره يونان ته لېږلي دي. دغه مېرمنه وايي چي ورته اجازه نه ورکول کيږي چي خپلو څلورو ماشومانو ته ځان ورسوي. دغې افغانې مېرمني د رويټرز خبري آژانس ته د خپلو ماشومانو د تذکرو او اسنادو ښودلو پر وخت ويلي: «زه هره ورځ په خپلو ماشومانو پسي ژاړم.»

له بل اړخه د اروپايي اتحاديې د اعداد او شمېرو له مخي تېر کال تقريبا ۶۴ زرو انسانانو په ترکيه کي د پناه غوښتنه کړې چي پکښي ۱۱ زره افغانان شامله ول. خو زياته سوې چي په دغو کي صرف د ۴۵۹ د پناه غوښتنليکونه پروسه سوي دي.