1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو ماشومان د آلمان ښوونيز نظام بدلوي

۱۳۹۴ بهمن ۲۸, چهارشنبه

اټکل کيږي چي په ۲۰۱۶ کال به د آلمان ښوونځيو ته تقريبا ۳۰۰ زره د پناه غوښتونکو ماشومان ورداخل سي. دا د آلماني ښوونکو له پاره يوه داسي ننوګونه ده چي ښايي د ښوونيز نظام د بدلون سبب وګرځي.

https://p.dw.com/p/1Hwhp
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د کولون په ښار کي د تعلمي موادو نندارتون جوړ سوی. په دغه نندارتون کي هغه ميزونه چي ورباندي د پردۍ ژبي په توګه د آلماني ژبي تدريسي مواد پراته ول، د ښوونکو خورا ازدحام ؤ. ګڼ شمېر ښوونکي د داسي کتابونو او درسي موادو په لټه کي ول چي خپلو خارجي زده کوونکو ته يې په مرسته تدريس وکولای سي.

د دغو ښوونکو څخه يوه ګوېدولين دېمبوفسکي ده. نوموړې د آلمان د راتينګن په يو «ريال» ښوونځي کي زياتره وخت هغه ټولګي ته تدريس کوي، چي د تازه راغلو پناه غوښتونکو ماشومانو له پاره ځانګړې سوې ده. دغو ټولګيو ته د «ښه راغلاست» ټولګۍ ويل کيږي. د مهاجرو نوي راغلي ماشومان تر هغه وخت پوري په دغه ټولګي کي درس وايي تر څو چي يې آلماني دومره قوي سي چي په عامو ټولګيو کي درس وويلای سي. ګوېدولين دېمبوفسکي د آلمان ږغ ته د مهاجرو د ماشومانو په تړاو وويل: «زما په ټولګي کي د لسو او ۱۶ کالو تر منځ عمر لرونکي شاګردان دي. ستونزه دا ده چي بعضو يې مخکي ښوونځي لوستې او بعضي يې ليک او لوست نه سي کولای.»

د آلمان ګڼ شمېر نور ښوونکي هم د دېمبوفسکي په شان ستونزه لري. دا په داسي حال کي چي د اوسنيو اټکلونو له مخي به په ۲۰۱۶ کال د آلمان په ښوونځيو کي تقريبا ۳۰۰ زره د پناه غوښتونکو ماشومان داخل کړل سي. دېمبوفسکي وايي چي دغو شاګردانو ته یوازي آلماني ژبه نه ورزده کيږي بلکه يو شمېر نور عملي څيزونه هم ورښودل کيږي لکه دا چي زده کوونکي بايد يوازي د تفريح پر وخت و توشناب ته ولاړ سي او داسي نور.

دېمبوفسکي وايي چي د دوی په ښوونځي کي په ټوليزه توګه ۲۷۰ زده کوونکي دي. د هغې په وينا له دغو څخه ۴۰ داسي زده کوونکي دي، چي له نورو هيوادونو آلمان ته راغلي دي. هغه زياتوي چي هغه ماشومان چي يو څو وخت د آلماني ژبي زده کړه وکړي، کله چي هغوی عامو ټولګيو ته ولاړ سي نو بيا هم پر درس اغېز کوي. دغه ښوونکې زياتوي چي «د بېلګي په توګه بعضي وخت يو زده کوونکی اتمي ټولګۍ ته واستول سي خو هغه هيڅکله د انګليسي ژبي درس نه وي لرلی.»

دانيېلا نوی هاوس د کولون ښار په يو «جمنازيم» ښوونځي کي تدريس کوي. دغه ښوونکې هم د دېمبوفسکي په څېر حالت بيانوي. هغه وايي: «هر ماشوم بل ډول وي. د يوه انګليسي ژبه زده وي، د يوه آلماني زده وي، د بل بيا هيڅ شی نه وي زده.» نوی هاوس وايي چي د مهاجرو د ماشومانو په زیاته بيا په اساسي مضامينو کي کمزورۍ ډيري زياتي وي.

په آلمان کي د ښووني او روزني د صنفي اتحاديې رئيس ناربېرت هُکه اټکل کوي چي د پناه غوښتونکو د ماشومانو اغېز به په دوامداره توګه د آلمان ښوونيز نظام بدل کړي. هغه وړانديز کوي چي «موږ ستونزي په هغه صورت کي حل کولای سو چي د خپلو وچو کلکو ښوونيٍزو ميتودونو سره مخه ښه وکړو.» هُکه غوښتنه کوي چي د نوو ښوونکو د مؤظفولو تر څنګ بايد نور کارپوهان هم بايد په ښوونځيو کي مؤظف کړل سي چي د پناه غوښتونکو د ماشومانو په ادغام کي مرسته وکولای سي.