1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو له پاره د معلوماتو انټرنټي پلتفورم

۱۳۹۶ فروردین ۱۰, پنجشنبه

د دې پروژې هدف مهاجرو ته اروپا ته د خطرناک سفر او هغه څه چې دوی په اروپا کې ورسره مخامخ کیږي په هکله معلومات ورکول دي.

https://p.dw.com/p/2aKb5
Mittelmeer - Flüchtlinge – Boot
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

د " InfoMigrants" په نوم دغه پلتفورم چې په درو ژبو(انګلیسي، فرانسوي او عربي) وړاندي کیږي مهاجرو ته هر اړخیز اطلاعات رسوي. دا پروګرام د مهاجرت په برخه کې د وروستیو تحولاتو، پخپله خوښه د مهاجرو د بیرته ستنیدني او یا هم د نړیوالو موافقتنامو او تړونونو د بیلګې په توګه له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې د موافقې په هکله د پوهاوي پروګرامونه په بر کې نیسي.

د دویچه ویله، د فرانسې بهرني رسنۍ (France Médias Monde) او د Ansa په نوم د ایټاليا خبري آژانس د آنلاين رسنیو دغه پروژه، د سویلي افریقا صحرایې هیوادونو، منځني ختیځ، افغانستان او پاکستاني مهاجرو ته معلومات وړاندي کوي.

درې رسنۍ، یوه موضوع

د دویچه ویله عمومي مشر پيتر لیمبورګ، د موند فرانسوي رسنۍ رئیس ماري کریستین رازګوسه او د ایټاليا د آنسا خبري آژانس مشر جوزپه کیربونه، په یوه ګډه اعلامیه کې لیکلي دي:

« د "InfoMigrants" پروژې د مفکورې تر رامنځ ته کېدو څو میاشتې وروسته، کله چې په لسونو زره کسان په مدیترانه سمندر او بالکان په مسیر کې اروپا ته د رسیدو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، انساني ناورين لا زیات شو. موږ پریکړه وکړه چې خپل مسلکي همکاري سره شریکه کړو او په عمومي ټولنیز کار سره د خلکو له پاره یو د باور وړ اطلاعاتي سرویس ته پراختیا ورکړو. د دغو اروپایې رسنیو همکاري یو بې ساری پرمختګ دی او د اروپایې اتحادیې کمیسیون له هم هغه پيل څخه د دې پروژې ملاتړ کوي.»

د دروغجنو داستانونو بربنډول

د دویچه ویله د پروګرامونو مشره ګرد مویر، وایې چې ټاکل شوې ده چې له دغو انلاين پروژو خپواک او مستقل اطلاعات وړاندي شي او د انساني قاچاقبرانو ناسم او د درواغو پر مبنا وړلاړي کیسې افشاء کړای شي. میرمن مویر، زیاتوي چې له مهاجرو څخه غوښتل شوي دي، څو خپل نظرونه وړاندي کړي او له خپلو تجربو څخه د بیلګې په توګه د انځورونو او ویډیوګانو په وسیله رپوټ ورکړي.

په هغو پروګرامونو کې چې دویچه ویله یې همدا اوس د تازه راغلو مهاجرو له پاره لري عبارت دي له: په آلماني او انګلیسې ژبو «په آلمان کې لومړني ګامونه»، په پښتو، دری او اوردو ژبو «‌‌اروپا ته مهاجرت»، او یا د آلماني ژبې د زده کړې پروژې.

د روان میلادي کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې په دغو درو واړو بین المللي رسنیو کې په دې اړه پر دغو رپوټونو کار کیږي. د دغو دریو رسنیو آلماني، فرانسوي او ایټالیاوي تر منځ همکاري په اوس وخت کې د یوه کال له پاره په پام کې نیول شوې چې مالي امکانات یې د اروپایې اتحادیې د کمېسيون له خوا تامینیږي.

نور مطالب: