1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مهاجرو ساتل د کمپونو پر ځای په توقیف خانو کې ښه دي»

۱۳۹۶ آذر ۱, چهارشنبه

د اسپانیا حکومت د خپل هیواد خاورې ته د کښتیو له لاري د ناقانونه راغلو نږدې۵۰۰ مهاجرو د توقیف ننګه وکړه. خو د بشري حقونو د دفاع سازمانونه بیا د اسپانیا د حکومت پر دې اقدام نیوکې کوي.

https://p.dw.com/p/2o47T
Marokko mehr als 180 Migranten stürmen die spanische Exklave Ceuta
انځور: Reuters/J. Moron

د اسپانیا د کورنیو چارو وزیر د بشري حقونو د سازمانانو پر نیوکو عکس العمل ښوولی او ویلي یې دي چې «موږ په دې باور یوو چې د نورو هیوادونو په شان چې مهاجر په کمپونو کې ساتي دا به ډیر ښه وي چې هغوی په داسې توقیف خانو کې وساتل شي چې په پرمختللې ټکنالوجۍ، د بیدېدو په ښه سیستمونو، د ځان مینځلو او په ډيرو نورو آسانتیاوو سمبال وي.» د اسپانيا د کورنیو چارو وزیر خوان اګناسیو زوئیډو له یوې ځایې راډیو سره په خبرو کې دغه څرګندونې کړي دي.

له تیري پنجشنبې ورځې څخه تر اوسه پوري نږدې ۱۰۰۰ تنه غیر قانوني مهاجر د اسپانیا جنوب ته رسیدلي دي. زیاتره دغه تازه رسیدلي مهاجر د شمالي افریقا د الجزایر هیواد اتباع دي. د کښتیو له لارې د اسپانيا ساحلونو ته د رسیدونکو مهاجرو نږدې نیمايي برخه یې د دې هیواد په جنوب ختيځو سیمو کي نيول شوي دي. تر نیولو وروسته بيا دغه مهاجر د اسپانيا ملاګا سیمې ته څیرمه په آرچیډونا نومي ښار کې تازه رغول شوي توقیف ځای ته انتقال شوي دي. په عین وخت کې د سیمې په کچه د «ملاګا اکوګي» په نامه د مهاجرو د حقونو د دفاع سازمان د مشر الیخاندرو کورټینا په حواله هغه د [اسپانیا د حکومت] د دې اقدام سخت مخالف دی.

بل لوري ته دا موضوع هم مهمه ده چې اسپانیا ته رسیدونکي ناقانونه مهاجر لومړی په توقیف خونو کې ساتل کیږي چې په دې ترڅ کې د هغوی د هویت او د لومړنیو اسنادو ارزونه هم کیږي. د دوی تر پیژندګلوی او ثبت وروسته بیا دغه مهاجر کمپونو ته انتقالیږي او هلته بيا د دوی د پناه غوښتنې پر دوسیو کار پیلیږي.

د مهاجرت نړیوال سازمان یا(IOM) په حواله د روان کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د نوامبر میاشتې تر نیمايي پوري اسپانیا ته د رسیدلو مهاجرو شمیر ۱۷۶۸۷کسانو ته رسیدلی دی. یاد سازمان بیا د تیر میلادي کال د همدې مودې شمیرې خپرې کړي چې پکې۵۴۴۵ مهاجر اسپانیا ته رسیدلي ول.

په عین وخت کې د روان میلادي کال د همدې مودې په ترڅ کې ايټالیا ته د رسېدلو ناقانونه ټولو مهاجرو شمیر ۱۱۴ زره دی او نږدې ۲۵ زره نور مهاجر بيا یونان ته هم رسیدلي دي. هسپانیا ته د مهاجرو د راتګ شمیرې په چټکۍ سره پر ډېرېدو دي.

د مدیترانې له لارې د مهاجرینو د خطرناک سفر په هکله انځوریز رپوټ زموږ له آرشیف څخه: