1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د کړکېچ په برخه کي اروپايي ټولني ته ضرب الاجل

۱۳۹۴ اسفند ۳, دوشنبه

د جرمني د کورنيو چارو وزير، د مهاجرو د کړکېچ په برخه کي پر نورو اروپايي هيوادونو فشار ډېر کړی دئ. هغه ويلي دي چي د اروپايي ټولني غړي هيوادونه يوازي ۱۴ ورځي وخت لري چي اقدامات وکړي.

https://p.dw.com/p/1Hzc9
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Dejong

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د يکشنبې په ورځ د دغه هیواد له «ARD» تلويزيون سره په خبرو کي وويل چي راتلونکي ۱۴ ورځي به ټاکونکي وي.

هغه زياته کړې ده چي ټول هيوادونه پر دې سره سلا سوي دي چي له ترکيې سره د دغي ټولني دباندني سرحدونه وساتل سي. دا په دې معنی چي د فرونتکس او ناټو ماموريتونه به جاري سي او دغه راز به له ترکيې نورو هيوادونو ته رسېدونکي مهاجر بير ترکيې ته ولېږل سي.

په راتلونکو دوو اونيو کي دا بايد معلومه سي چي دغه کار څومره اغېزمن دئ. که نتيجه ورکړي بيا به نو بل اقدام ضرور نه وي. که نه نو پر يو بل «اروپايي اقدام» بايد فکر وسي.

ديميزير يووار بیا اتريش ته گواښ وکړ چي که چيري له دغه گاونډي هیواده جرمني ته د مهاجرو ورتگ دوام ومومي نو نوري لاري چاري به وسنجوي: «که نور په دې باور وي چي پر جرمني باندي اضافي بار واچوي، نو دا کار دوامداره د زغملو نه دئ.»

اتريش د تيري چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي دغه هيواد ته د مهاجرو ورتگ ته په کتو سره ئې مهاجرو ته يو حد ټاکلی دئ.

له جمعې ورځي راهيسي دغه هيواد د ورځي يوازي د ۸۰ کسانو د پناه غوښتنليکونه مني. له هغه راهيسي ئې په ټوله ايزه توگه ۳۲۰۰ مهاجر پرې ايښي دي چي له خپلو سرحدونو تېر سي او په نورو هيوادونو کي پناه واخلي.

خو د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير ويلي دي چي «موږ دا نه منو.»