1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مهاجرو د بحران جواب بايد مشترک پوځ وي»

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۶, یکشنبه

د آلمان د مالي چارو وزير ؤلفګانګ شويبله وايي چي د پيسو سپمولو له پاره به د اروپايي مشترک پوځ جوړل ګټور وي. د هغه په وينا د پناه غوښتونکو بحران هم دغه خبره ايجابوي.

https://p.dw.com/p/1HU8i
انځور: DW/B. Riegert

د آلمان د مسيحي ډيموکراټ CDU ګوند سياستوال او د آلمان د مالي چارو وزير ؤلفګانګ شويبله ويلي چي د اروپايي مشترک پوځ ممکنه جوړېدل به د سپما سبب سي. هغه ويلي چي د پناه غوښتونکو بحران د زښتو زياتو مصارفو او لګښتونو سبب سوی او له همدې کبله د مشترک اروپايي پوځ جوړول بايد هدف وګرځول سي.

شويبله ويلي: «موږ به مجبوره يو چي د مشترکو اروپايي دفاعي فعاليتونو له پاره زيات لګښتونه وکړو.» نوموړي دا څرګندونې د آلمانۍ مجلې «بِلډ ام زونټاګ» سره په خبرو کي کړي دي. شويبله ويلي چي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو امنيتي سياست بايد قدم په قدم سره يو ځای سي.

د آلمان د مالي چارو د وزير زياته کړې: «بالآخره زموږ هدف بايد همدغه وي چي يو مشترک اروپايي پوځ رامنځ ته کړو.» نوموړي د خپلي دغي غوښتني له پاره دليل وړاندي کړی چي «که موږ د ۲۸ غړو هيوادونو پر پوځونو لګول کېدونکي لګښتونه پر صرف يو پوځ ولګوو نو به دغه لګښتونه زيات مؤثره وي.».

«په بحراني سيمو کي اروپايي فعاليتونه»

د آلمان د کابيني دغه سابقه داره وزير د نړۍ په بحراني سيمو کي د اروپايي اتحاديې د لا زياتو مشترکو فعاليتونو غوښتونه کړې ده. هغه زياته کړې «دا د آلمان له پاره دا معنی لري چي، موږ (آلمان) به د بهرنيو چارو او امنيتي چارو په سياست کي تر هغه زيات ښکېل سو، چي زموږ ښايي خوښه وي.»

د شويبله په وينا «په نژدې او منځني ختيځ کي به موږ تر هغه وخته ټيکاو رامنځ ته نه کړلای سو تر څو چي اروپا هلته قوي فعاليت ونه لري.» د شويبله په خبره همدغه خبره د افريقا له پاره هم صدق کوي.