1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو دوسیو ته د رسیدگۍ نوي لاري

شولس/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ بهمن ۱۹, دوشنبه

اوس په آلمان کې۷۷۰ زره داسي د پناه غوښتنلیکونه موجود دي چې تر اوسه پورې کار نه دی پرې شوی. د مهاجرت ادارو اوس داسي اغیزمن پلانونه جوړ کړي دې چې د دغو غوښتنلیکونو د څېړنې بهیر به کړندی کړي.

https://p.dw.com/p/1HrUl
Deutschland Infobroschüre für Flüchtlinge
انځور: DW/K.-A. Scholz

کله چې یو کډوال آلمان ته داخلیږي باید په لیکلې بڼه خپل د پناه غوښتنلیک وړاندي کړي. کله نا کله دغه مهاجر د دې توان نه لري او یا هم تر څو چې د دوی د غوښتنلیک په هکله پریکړه کیږي باید ډیر انتظار وباسي. له همدې امله اوس په سونو زره مهاجر د انتظار په حالت کې دي او له کبله یې د مهاجرو کړکیج په بيروکراتیکې ستونزي اوښتی دی.

د کډوالو په برخه کې د آلمان فدرالي ادارې مشر فرانک یورگن وايزه، وایې چې شاوخوا ۷۷۰ زره د پناه غوښتنلیکونه د میز پر سر د ارزوني له پاره پراته دي.

په دې کې ۳۷۰ هغه مهاجر دي چې تر اوسه یې په اړه پریکړه نه ده شوې. وائزه اټکل کوي چې د دوی تر منځ له ۳۰۰ تر۴۰۰ زرو پوري داسي مهاجر هم دي چې تر اوسه پوري راجستر شوي نه دي.

نوموړی زیاتوي چې د دویمې برخې په هکله یوازي اټکل کیدای شي، ځکه د دوی ځيني يې څو واره راجستر شوي دي. د کډوالو په برخه کې د آلمان فدرالي ادارې مشر زیاته کړې ده چې نور باید دغه وضعیت ختم شي.

د پرسونل ډیریدل

ټاکل شوې ده چې د روان کال تر نیمایې پوري ادارې پرسونل دوه برابره زیات کړل شي. د ۲۰۱۵م کال تر پایه پوري دغي ادارې ۳۵۰۰ مامورین درلودل خو د روان کال تر پایه پوري به د دغې ادارې پرسونل۶۳۰۰ ته ورسیږي. پر دې سربیره ۱۰۰۰ تنه مامورین به له نورو ادارو څخه هم پر علاوه شي.

د تصمیم گیرۍ په برخه کې د کارکونکو په ډېرښت سره به له ۱،۱ تر۱،۲ میلیونه پوري د کډوالو غوښتنلیکونه وڅېړل شي. د دغې محاسبې پر بنسټ د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره په ۲۰۱۶م کال کې د ۵۰۰۰۰۰ مهاجرو پر راتگ حساب کوي.

ټولي چارې تر یوه پوښښ لاندي راوستل کیږي

د پرسونل د ډېرښت په څنگ کې، ټاکل شوې ده چې د مهاجرو د غوښتنلیک د څېړنې بهیر په یو بل ډول ترسره شي. دا په دې معنی چې مهاجر په مستقیم ډول له سرحدي پولو څخه په پام کې نیول شوو مرکزونو ته انتقالیږي. ټاکل شوې ده چې په هر ایالت کې لږ تر لږه یو مرکز او په ټول هیواد کې به ۲۰ مرکزونه وي.

د کډوالو په برخه کې د آلمان فدرالي ادارې مشر فرانک یورگن وايزه
د کډوالو په برخه کې د آلمان فدرالي ادارې مشر فرانک یورگن وايزهانځور: Reuters/F. Bensch

په دغو مرکزونو کې د کډوالو په هکله معلومات د اطلاعاتو په یو مرکزي بانک کې ثبتیږي. وروسته بیا دغه اطلاعات د آلمان د پولیسو له خوا څېړل کیږي چې نوموړی شخص کومه جرمي سابقه ونه لري او یا یې اسناد جعلي نه وي. په همدې ډول د مهاجرو روغتیایې معاینات هم ترسره کیږي.

په هغه صورت کې چې هر څه صحیح وي مهاجر ته د ننوتلو يو سند ورکول کیږي چې دغه مهاجر بیا له دې سند سره د اوسیدو ځای او د خوراکي موادو مرسته ورسره کيږي. په همدې ډول په دغو استوگنځایونو کې د مهاجرو له خوا د پناه غوښتنلیک وړاندي کیږي.

دا چې یو مهاجر په دغو مرکزونو کې څومره موده پاتيږي دا په دې پوري ارتباط پیدا کوي چې نوموړی مهاجر د کوم هیواد دی. هغه مهاجر چې په آلمان کې د پاتېدو ښه چانس لري، د سوریایې مهاجر دي چې په هکله به يې په ۴۸ ساعتونو کې تصمیم نیول کیږي.

وروسته تر دې مهاجر په ډیري چټکۍ سره د آلمان پر سیمو ویشل کیږي. برعکس هغه مهاجر چې په آلمان کې د پاتېدو لږ جانس لري او له یو امن هیواد څخه مهاجر شوې وي لکه البانیا، بیرته خپل هیواد ته استول کیږي.

دغه نوي تدابیر د آلمان په یو ځينو ښارونو کې تر ارزوني لاندی دي او اوس ټاکل شوې ده چې په ټول هیواد کې عملي شي.

آلماني سیاستوالو له میاشتو راهیسې پر دې موضوع بحث کړی چې څرنگه کولای شي په دې برخه کې پخوانی سیستم اصلاح کړي. خو اوس په بشپړ ډول یو نو پروگرام جوړ شوی دی.

که دغه ټول اقدامات له پروگرام سره سم پر مخ ولاړ شي، نو د مهاجرو د پناه غوښتنلیکونه به ډیر ژر وارزول شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب