1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو بې کوره او بې هيواده ماشومان

۱۳۹۴ آذر ۱۰, سه‌شنبه

په يونان او نورو سيمو کي د پناه غوښتونکو ماشومان هم کړيږي. دغه ماشومان د احتجاج، اوښکي بهېونکي ګاز او اخ و ډب تر منځ راغلي. دغه بې کوره او بې هيواده ماشومان دي.

https://p.dw.com/p/1HFDN
انځور: Getty Images/AFP/S. Mitrolidis

د يونان او مقدونيا پر سرحد د پناه غوښتونکو احتجاج په تاوتریخوالي اوړي. د پوليسو او احتجاج کوونکو مهاجرو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته کيږي چي په نتيجه کي يې د مقدونيې پوليس اوښکي بهېؤنکی ګاز استعمالوي. په عيني حال کي د مهاجرو له يوې کږدۍ څخه د ماشومانو د خوشالۍ خنداوي او ږغونه راوځي.

په دغه کږدۍ کي ۱۸ کلنه پېغله کوفوکټسيوس د ماشومانو سره لوبي کوي او د هغوی سره په رسامي او درس کي مرسته کوي. کوفوکټسيوس د ځوانو مسيحي ځوانانو ټولنه يا CVJM په نوم مسيحي مرستندويه سازمان غړې ده. د یاد سازمان مرستندويان د مقدنيې او يونان سرحد ته راغلي دي چي د پناه غوښتونکو د ماشومانو سره کومک وکړي.

بعضي ماشومانو وحشتناکه څيزونه ليدلي دي

کوفوکټسيوس وايي چي «هغه څه چي دغه ماشومان يې رسموي، بعضي يې ويرونکي شيان وي.» په دوی کي بعضي «وسله وال، جګړه او شکنجه» په خپل رساميو کي انځوروي. دغه پيغله وايي چي بعضو ماشومانو وحشتناکه څيزونه ليدلي دي. د هغې په وينا «موږ هغوی ته سرپناه يا ډوډۍ نه سو ورکولای، خو موږ فکر وکړ چي حد اقل هغوی ته مسکا او خندا خو ورکولای سو.»

د يونان د ايدوميني په ښار کي د پناه غوښتونکو په کمپ کي څوک ډېر کم وخت خندا يا مسکا ويني. دا د هغه وروسته کله چي تيره اونۍ د مقدونيې حکومت اعلان وکړه چي د افغانستان، سوريې او عراق د پناه غوښتونکو علاوه به نور پناه غوښتونکي خپل هيواد ته پرې نږدي. په دغه مهاجر کمپ کي په زرهاؤ داسي پناه غوښتونکي سته چي د يادو درو هيوادونو سره تړاو نه لري. له همدې کبله پناه غوښتونکي هره ورځ احتجاجونه کوي او د مقدونيې پوليس يې په وړاندي دود را ايستونکي بمونه غورځوي. دغه بمونه څوک خوږوي نه خو د دود له کبله ليد کمزوره کيږي.د ماشومانو ارمانونه

Griechenland Idomeni Flüchtlingslager Kinder
انځور: DW/O. Lopez


د يوناني ښار ايدومي دغه کمپ په يوه داسي ليري پرته سيمه کي پروت دی چي شاوخوا او نژدې ورته آبادي نسته. په دغه کمپ کي تقريبا ۷۰ ماشومان هم موجود دي. هغوی اکثره د خپل مور او پلار سره راغلي دي خو بعضي يې بالکل يوازي دي. د اکثرو دغو ماشومانو تړاو د پاکستان او ايران سره دی. خو يو شمېر نور د مراکش، صوماليا، سوډان او بنګله دېش څخه هم دلته راغلي دي.

مرستندويه سازمانونو د يونان او مقدونيې پر سرحد د پناه غوښتونکو له پاره به عاجله توګه عبوري کږدۍ درولي دي، چيري چي هغوی شپې تېروي. د CVJM مرستندويان وايي چي په دغه کمپ کي بند زياتره ماشومان او کمسنه انجوني او هلکان داسي رسمونه جوړوي چي د دوی د ارمانونو څرګندويي کوي. په هغوی کي بعضي خپل نوی کور رسمي او بعضي مکتب او داسي نور. خو دا چي مقدونيې د دغو پناه غوښتونکو په وړاندي سرحد تړلی دی، نو هغوی بې سرنوشته پاته دي.

په بندو مهاجرو او د هغوی په ماشومانو کي اکثرو د خپل ژوند په خطر کي اچولو سره د سمندر سفرونه کړي چي اروپا ته پناه يوسي. خو اوس بې سرنوشته، بې کوره او بې هيواده په ايدومي کي بند پاته دي.